د کورنۍ پلټني لوی ریاست پلاوي کندهار ولایت ته سفر وکړ
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د عوایدو او ګمرکونو پلټني رئيس ښاغلي محمد نادر همایون په مشرۍ یوه پلاوي د پلټنې سپارښتنو د تطبیق تعقیب (Audit Follow-up) په موخه کندهار ولایت ته سفر وکړ.
د سفر په ترڅ کي د کورنۍ پلټني لوی ریاست پلاوي د کندهار ولایت له ګمرک څخه لیدنه وکړه او د یاد ګمرک له مسؤلینو او کارکوونکو سره یې خپلې مشورې ا وړاندیزونه شریک کړل.
ښاغلي محمد نادر همایون، ګډونوالو ته په خبرو کي د پلټني د هدف، اهمیت او کاري بهیر په اړه خبرې وکړې او د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست او د پلټني عالي ادارې د پلټونکو له لوري د تېرو پلټنو په ترڅ کي د ورکړل سوو اصلاحي سپارښتنو تطبیق ئې تعقیب کړ. د کورنۍ پلټني لوی ریاست پلاوي د یادې ادارې له مسؤلینو څخه وغوښتل چي د پلټني د مؤثریت او چارو د سمون په موخه د پلټني سپارښتني په خپله ټاکلې موده کي تطبیق او راپور ئې له مرکز سره شریک کړي. همدارنګه د کورنۍ پلټني لوی ریاست پلاوي د ګمرکي پروسو د ساده کولو او لا شفافیت په موخه د کندهار ګمرک له مسؤلینو سره خپل نظرونه هم شریک کړل.
په پای کي د عوایدو او ګمرکونو پلټني رئيس د کندهار ګمرک د مسؤلینو ستونزي او وړاندیزونه واورېدل او ژمنه ئې وکړه، چي ډېر ژر به ئې د وزارت مشرتابه ته د حل په موخه ورسوي.
