د ننګرهار ګمرک په ریاست کي د افغان یونایټیډ بانک څانګه پرانیستل سوه

د ننګرهار ګمرک په ریاست کي تېره ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کي سوداګرو ته د لا اسانتیا رامنځته کولو په موخه د افغان یونایټیډ بانک رسمي څانګه پرانيستل سوه.
په دې مراسمو کي د ننګرهار ګمرک رئیس، د افغانستان بانک د ننګرهار څانګي رئیس، د سوداګرۍ خونې استازو او یو شمېر نورو میلمنو ګډون کړی وو.
ګډونوالو د بانکدارۍ د ارزښت بیانولو تر څنګ په ننګرهار ګمرک کي د سوداګریزو مالونو چټک طی مراحلو لپاره د یادي بانکي څانګي پرانیستل اغیزمن ګام وباله.

د یادوني وړ ده چي د ننګرهار ګمرک ریاست د نورو ګمرکونو په څېر له خصوصي بانکونو سره بشپړه همکاري لري او د هغو بانکونو څانګي چي د ننګرهار په ګمرک کي فعالیت کوي، د ننګرهار ګمرک ریاست مشرتابه ورته ډيري اسانتیاوي برابري کړي دي.