د ماليې وزير د ترکيې د سفير سره وليدل

admin_mof
Mon, Feb 06 2023 11:46 AM
خبر

په کابل کي د ترکیې هیواد سفیر جهاد ارګین ای د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري سره وکتل

د مالیې وزیر د ترکیې سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، چي ترکیه او افغانستان نه بیلېدونکي تاریخي او مذهبي اړیکي لري او په تېر کي ترکیه د افغانستان ښه مرستندوي هيواد پاتي سوی دي

ښاغلي بدري د ترکیې له سفیر څخه وغوښتل تر څو د امو سیند اړوند ساحه کي د رامنځته سوي بشري ناورین په مخنیوي کي له افغانستان سره همکاري وکړي او همداشان اوس، چي په افغانستان کي د پانګونې ښه فرصتونه رامنځته سوی، نو ترکي پانګوال کولی سي چي د زراعت او دولتي شرکتونو د ودې په برخه کي پانکونه ترسره کړي.

د مالیې وزیر همدا راز د ترکیې سفیر څخه غوښتنه وکړه، تر څو د بیمې تکافل او اسلامي مالیاتو په برخه کي خپلې تجربې ورسره شریکې کړي او تر څنګ یې د ماليې وزارت کاروکونکو ته د ظرفیت لوړونې روزنیزو پروګرامونو او سکالرشيپونو زمینه برابر کړي.

د ترکیې سفیر ددې لیدنې له امله خوښي څرګنده کړه او وې ویل، چي په نظام کي د مالیې وزارت دنده مهمه او ستونزمنه دنده ده، چي ښه پر مخ روانه ده.

خبر

ښاغلي ارګین ای همدا راز وویل، چي ترکیه د صنعت په برخه کي پرمختللي امکانات او ښې تجربې لري، چي په افغانستان کي د صنعت د ودې او کدرونو د روزنې په برخو کي هر ډول همکاري ته چمتو یو.

په پای کي د مالیې وزیر او ترکیې سفیر له لوري یو بل ته تحفې ورکول سوې

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS