د قوش تېپې کانال لومړي فاز چاري ځه باندي څلور دېرش سلنه بشپړي سوي دي

admin_mof
Mon, Jan 09 2023 3:15 PM
خبر

د ۱۴۰۱ کال په بهیر کي د افغانستان په شمال زون کي د قوش تېپې کانال د ملي پراختیا شرکت له لوري پیل او د کرنیز افغانستان لپاره د اوبو د کنټرول نوی باب پرانیستل سو، چي سلګونه هکټاره ځمکه به تر پاکو اوبو لاندي او د کار موندني ترڅنګ به کرنه د ځان بسیایني پر لوري بوزي. د قوش تېپې کانال د لومړي فاز چاري څه باندې ۳۴ سلنه بشپړي سوي دي، چي په ټوله کي درې فازه لري. 

ملي پراختیا شرکت د کال په سر کي د دې پروژې لپاره د ماشینرۍ ډېرېدو او کیندني د حجم زیاتېدو ژمنه کړې وه، چي  د ماشینرۍ شمېر به یې ۲۰۰۰ ته رسېږي، په داسي حال کي چي د نهو میاشتو په تېرېدو سره د ماشینرۍ شمېر ۳۳۸۶ ته رسېږي او په پایله کي د کیندنې حجم څه له پاسه ۷۲۰ زره مټره مکعبه ته لوړ سو. د چارو پرمختګ د دې څرګندویي کوي، چي د کانال د بشپړاوي چاري به تر ټاکل سوي مودې وړاندي ترسره سي. ځکه چي ورځنی کاري هدف  ۳۶۰ زره مټره مکعب وو، ولي اوس د مسلکي او با تجربه کسانو او ماشینرۍ په ډېرښت سره ۷۲۰ زره مټره مکعبه ته لوړی سوی دئ.

دا مهال د قوش تېپې کانال د لومړي فاز چاري په ۱۱۴ نقطو کي ۱۰۸ کیلو مټره په چټکۍ سره پرمخ رواني دي او د بېلا بېلو قومونو استعدادونه او کدرونه له ۵۵۰۰ زیات کسان کار پکښي کوي. د دغي ستري او ملي پروژې ټول مالي لګښت د خپل کور افغانستان له ملي بودیجې ورکول کيږي، چي ۸.۲ میلیارده افغانۍ ده او دا ثابتوي چي د هیواد د پرمختګ لپاره د چا مرستو ته اړتیا نه لرو؛ بلکي پر خپل همت او مټو باور لرو.

په دغه ستره او ملي پروژه کي هیله بخښونکی خبر دا دی، چي د شرکتونو چارې یې ښې رواني کړي دي، د اینوایسونو پر وخت اجرا کول او په ټاکلي موده کي د پیسو ورکړه ده او د شرکتونو اړتیاوي پر وخت رفع کيږي او د ملي پراختیا شرکت پرېکړه دا ده، چي اینوایسونه انلاین سي او په یوه ورځ کي د شرکت د ټاکلي کار پیسې ورکړل سي. 

د چارو د لاښه پرمختګ او کاري ټیم ته د هیوادنۍ انرژۍ په ورکړه سره د هیواد لوړ پوړي مسؤلین وخت ناوخته ورځي او څارنه یې کوي. د لومړي فاز له بشپړېدو سره به د دویم فاز چاري هم پیل سي او د افغانستان اسلامي امارت په پوره ایماندارۍ ورته ژمن دئ.

خبر

یادونه: د قوش تېپې کانال ۲۸۵ کیلو مټره اوږد، ۱۵۲ مټره پلن او ۸.۵ مټره ژور دئ. دغه کانال د آمو سرشاره سیند اوبه خپلي غېږي ته را ګرځوي او د وچو دښتو سپېرې سینې به زرغونې کړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS