د کورنۍ پلټني لوی رئیس هرات ولایت ته سفر وکړ

admin_mof
Wed, Dec 07 2022 10:07 AM
خبر

د ولایتي سفرونو په لړ کي، د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس ښاغلي انجنیر عبداللطیف خالد په مشرۍ یو پلاوي د چارو د ارزوني او د تیرو پلټنو د سپارښتنو تطبیق د تعقیب په موخه د هرات ولایت ګمرک او د دې ولایت اړوند د تورغوڼدۍ او اسلام قلعه ګمرکونو او د دغو ادارو له اړونده دفترونو څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي انجنیر عبداللطیف خالد د یادو ادارو له مسؤلینو سره د پلټني د سپارښتنو د تطبیق په اړه خبري وکړې او ټینګار یې وکړ، چي سپارښتني باید له ځنډ پرته عملي او د کورنۍ پلټني لوی ریاست ته اطمینان ورکړل سي.

خبر

همدارنګه د کورنۍ پلټنې لوی رئیس په جلا لیدنو کي د هرات ولایت د نفت او ګازو او نورم او سټنډرډ عمومي مدیریتونو له مسئولینو سره وکتل او په اړونده چارو کي یې پر لا ښې همغږۍ تاکید وکړ. د کورنۍ پلټني لوی رئیس ژمنه وکړه، چي کابل ته له ستنېدو سره سم به د دغو ادارو ستونزي او لازمي غوښتني له اړونده چارواکو سره شریکي کړي ترڅو ورته د حل لار وموندل سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS