د مالیې وزارت ملي پراختیا شرکت د تېر یوه کال لاسته راوړني

admin_mof
Mon, Oct 31 2022 3:15 PM

د ملي پراختیا شرکت یو انتفاعي دولتي شرکت دئ، چي په څلورو سکټورونو ( اوبو، کرني، ودانیو او تولید) په برخو کي فعالیت کوي، دغه شرکت د څه باندي یوه کال په موده کي (۵۵) پروژې بشپړي کړي دي، (۲۶) ملي پروژې یې ګټي اخیستني ته سپارلي، (۱۵) ستري ملي پروژې یې تر کار لاندي او پاته نوري به ژر پیل سي.
د نهرونو د بند سکټور:
په دې سکټور کي د قوشتېپې کانال، د آبدان دښتي تنګي چکډېم، د سنګ آب سای چکډیم، یوچ چکډېم، د نمک آب دریاچه، د ترک او خوشک اوبولګولو کانال، د فراه آبګردان بند او مچلغو بند کانال شامل دي، چي د جوړېدو او پراختیا لپاره یې کار روان دئ.
ودانیز سکټور:
دغه سکټور بېلابېلي دولتي او ټولګټي پروژې لري، چي تېر کال یې (۵۵) پروژې بشپړي او (۲۶) ګټي اخیستني ته سپارلي او په راتلونکي کي د نورو ټولګټو پروژو لپاره چمتوالی نیسي.
د تولید سکټور:
د ملي پراختیا شرکت د بازار موندني لپاره یو شمېر هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي، چي د سیمټو د تولید زیاتېدو او عوایدو لوړېدو سبب سوي دي. لکه د غوري سیمټو پلور (۵۲۲۹۵) ټنه سیمټ، (۳۶۷۵۲) ټنه کلنکر تولید او (۵۲۲۲۸) ټنه پلورل.
د کرني سکټور:
د ملي پراختیا شرکت یوه ستره موخه د کرني وده، پراختیا او میکانیزه کول دي. دغه شرکت د خوړو امنیت، پایداره کرنیزه پراختیا، اقتصادي وده او له طبیعي سرچینو ګټه اخیستنه (اوبه او مځکه) او د دښتو کرنیز کولو ته (د شمال کرنیزي طرحي) په نوم جامع پلان لري؛ لکه: د قوشتېپې کانال په شاوخوا کي (۴۸۰) جریبه مځکه د کرني او کښت په موخه هواره سوې. په ټول هیواد کي د کار په مقابل کي (۱۲۲۱۷۹) تنه خلکو ته (۵.۱۲۴) میټریک ټنه غنم وېشل سوي. (۱۴۲۸.۵) جریبه مځکه او (۵۵) د کانونه، یو هوټل او یو ښوونځی راګرځېدلي دي.
یادونه: د ملي پراختیا شرکت په راتلونکو کلونو کي نوري ستري پروژې هم ترلاس لاندی لري، چي ډېر ژربه له ولس سره شریکي سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS