له اوږد ځنډ وروسته ابن سینا فارمسي دولتي شرکت خپل فعالیت بیا پیل کړ

admin_mof
Tue, Oct 18 2022 10:58 AM
خبر

د مالیې وزارت اړوند د ابن سینا فارمسي دولتي شرکت یو ځل بیا د درملو او روغتیایي محصولاتو د تولید چاري پیل کړې. 

د ابن سینا فارمسي دولتي شرکت، چي په لوړ کیفیت سره د مختلف ډول درملو او روغتیایي محصولاتو د تولید چاري ترسره کوي، په تیرو کلونو کي له فعالیت څخه پاته سوی وو، چي د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته  د حکومت له لوري دولتي شرکتونو ته د ځانګړي پاملرني په پایله کي د نورو مهمو دولتي شرکتونو په ګډون د ابن سینا فارمسي دولتي شرکت هم په فعالیت پیل وکړ، چي اوسمهال په ملي کچه ګټور خدمتونه وړاندي کوي.

د ابن سینا فارمسي دولتي شرکت سربیره پر دې، چي درمل او روغتیایي محصولات تولیدوي، بازار ته د روغتیایي محصولاتو او درملو په وړاندي کولو سره د انفرادي درملتونونو ترمنځ د درملو د پلور او بیو د کنترول په برخو کي سالم رقابت ته لاره هواروي او همدا راز د بیړنیو حالتونو لپاره یوه اندازه درمل هم ذخیره کوي.

دغه شرکت اوسمهال د کمو امکاناتو په لرلو سره د ډیفن هیډرامین شربتونو او پراسټامول ټابلیټونو په ګډون لس قلمه درمل او یو شمېر روغیایي موضوعي محصولات تولیدوي او د پلازمیني په ګډون په ټول هيواد کي د (۱۳۰) فعاله درمل پلورنځیو له لاری هيوادوالو ته ګټور خدمتونه وړاندي کوي، چي د خپلو ښو فعالیتونو له لاري یې په روان مالي کال کي (۲۵۹) میلیونه افغانۍ عواید د دولت حزانې ته اضافه کړي دي.

خبر

د یادوني وړ ده، چي دغه شرکت په (۱۳۳۳ ل) کال کي د فارمسي تصدۍ په نوم په فعالیت پيل وکړ، چي په (۱۳۹۷ل)  کال کي د دولتي شرکتونو د قانون په اساس د ابن سینا فارمسي دولتي شرکت په نوم ونومول سو. یاد شرکت د اویایمۍ لسیزي تحمیل سوو ناخوالو او جګړو څخه وړاندي له (۱۲۰) قلمه څخه زیات درمل او روغتیایي محصولات تولیدول، چي د سیمي په کچه له نیک شهرت څخه برخمن وو، خو په تیرو څلورو لسیزو کي د نا امنیو او نه پاملرني له امله یې فعالیتونه ځنډېدلي وو، چي د اسلامي امارت په راتګ سره یې یو ځل بیا فعالیت پیل کړ او اوسمهال په ملي کچه هيوادوالو ته ګټور خدمتونه وړاندي کوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS