د مالیې وزارت اړوند د ارزاقو دولتي شرکت کړني او لاسته راوړني

admin_mof
Wed, Oct 12 2022 1:51 PM
خبر

د ارزاقو دولتي شرکت، چي د دولتي او خصوصي ادارو لپاره د خوراکي توکو د برابرولو او رسولو مسؤلیت لري، په ځانګړي توګه د کورنیو چارو وزارت، ملي دفاع وزارت روغتیا وزارت، لوړو زده کړو او پوهني وزارتونو لپاره په مرکز او ولایتونو کي د لومړینو خوراکي توکو د اړتیاوو پورو کولو په موخه فعالیت کوي.

په تیرو کلونو کي سیاسي بې ثباتي، د سالم اقتصادي مدیریت د نشتون، اداري فساد او په ټوله کي دولتي شرکتونو ته د نه پاملرني له امله د دولتي شرکتونو ګټور فعالیتونه ټکني سوي وو.  چي پر هيواد د اسلامي امارت له بیا حاکمیت سره سم د هيواد د اقتصادي ودي په موخه دولتي شرکتونو ته ځانګړې پاملرنه وسوه. په همدې لړ کي د ارزاقو دولتي شرکت هم خپل فعالیتونه له سره پیل کړل، چي په تیر یو کال کي په یاد شرکت کي مثبت بدلونه رامنځته سوي، چي د تیرو شلو کلونو په پرتله بې ساري دي.

د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د ارزاقو دولتي شرکت په لږ موده کي خپلي اداري چاري منظمي کړي، د کارکوونکو ظرفیتونه یې د مسلکي او متعهدو اشحاصو په ګمارلو سره لوړ کړي او د خپلو اساسي او غیر اساسي فعالیتونو په نتیجه کي یې له درې میلیارده افغانیو څخه زیات عواید ملي خزايې ته زیات کړي دي.

د ارزاقو دولتي شرکت رئیس عبدالرازق رفیع وویل، چي  د لوړو زده ‌کړو وزارت سره د ترسره سوي قرارداد له مخي یې د هیواد ټولو پوهنتونونو لیلیو ته غذایي مواد په ښه کیفیت او مناسب نرخ پیرلي او اکمال کړي، چي د قرارداد حجم یې تقریباً (یو میلیارد) افغانۍ کیږي. 

همدارنګه د کورنیو چارو وزارت اړوند د مرکز او ولایاتو د قومندانیو د پرسونل لپاره د (۱۵) قلمه حبوباتو قرارداد، چي د شاوخوا (دوه میلیارده افغانیو) په ارزښت دئ د ارزاقو دولتي شرکت رهبري د نه ستړي کېدونکو هڅو په پایله کي ترسره سوی دئ، چي په ډېر کم وخت کي یې د تطبیق چاري تر (۹۰ سلني) پوري سر ته رسېدلي او د پاتي لس سلنه تطبیق چاري یې هم په جریان کي دي.

ښاغلي رفیع همدا راز وویل: دغه شرکت په پام کي لري، چي په راتلونکي کال (۱۴۰۲) کي د ملي دفاع، روغتیا، کورنیو چارو او پوهني وزارتونو لپاره په ښه کیفیت د خوراکي توکو د رسولو له درکه خپل اساسي عواید د غیر اساسي عوایدو په شمول (د جایدادونو د کرایو له درکه) تر اوه میلیارده افغانیو پوري لوړ کړي، چي ورسره به د ملي عوایدو په ډیروالي کي هم مهم رول اداء کړي. د ارزاقو دولتي شرکت همدا راز په نظر کي لري چي په (۱۴۰۳) کال کي د ځینو نورو پلان سوو اساسي اهدافو په لاسته راوړلو سره خپل عواید تر (لس میلیارده) افغانیو پوري ورسوي.

د یادوني وړ ده، چي د ارزاقو دولتي شرکت په ۱۳۱۶ هجري لمریز کي تآسیس سوی، چي د تاریخ په اوږدو کي یې بېلا بیل پړاونه تجربه کړي دي. دغه شرکت د کوپن په نوم په ټول هيواد کي د وخت د دولت کارکونکو، پوځیانو او متقاعدینو لپاره د سوداکریزو او کورنیو سرچینو څخه د لومړنیو خوراکي او اړینو کورنيو توکو د وېش پروسه هم تطبیق کړې ده. همدارنګه د پوهنتونونو، روغتونونو، پوهني وزارت او د نورو ملکي او نظامي دولتي ادارو د اړتیا وړ خوراکي توکو د برابرولو او رسولو برخه کي بریالي فعالیتونه ترسره کړي دي.

خبر

په ۱۳۹۸ کال کي د ارزاقو دولتي شرکت د فعالیت بڼي بدلون وکړ او د ملي پراختیا شرکت سره یو ځای سو، چي د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته دغه شرکت د مالیې وزات تر اثر لاندي د دولتي شرکتونو لوی ریاست په چوکاټ کي ګټور فعالیتونه تر سره کوي.

Latest news

Sun, Jun 29 2025 2:09 PM
Background image

MoF Leads 5 Key IEA – Ministers, 6 Other Bodies for Important Decisions on Tariffs of Numerous Items to Promote Domestic Industry!

 

MoF Leads 5 Key IEA – Ministers, 6 Other Bodies for Important Decisions on Tariffs of Numerous Items to Promote Domestic Industry

 

The third meeting of the ‘Tariff Committee’ for. . .

Thu, May 29 2025 10:37 AM
Background image

MoF’s Statement: World Bank Disburses Its Outstanding $50 mln Loans!

As a result of continuous communication process and discussions on behalf of MoF with the representatives of World Bank (WB), the WB has opened its office in Kabul, and it is now fully. . .

Sun, Apr 13 2025 3:01 PM
Background image

Deputy Minister of Policy of MoF Discusses Bilateral Economic Cooperation with Iranian Delegation!

Deputy Minister of Policy of MoF Discusses Bilateral Economic Cooperation with Iranian Delegation

•    Eng. SM Zubair and M. Reza Nazari emphasized for strengthening bilateral economic. . .

BACK TO NEWS