د ګمرکونو لوی رئیس د بلخ ولایت له یو شمېر سوداګرو او صنعتکارانو سره وکتل

admin_mof
Wed, Sep 28 2022 9:58 AM
خبر

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس مفتي عبدالمتین سعید، چي د بلخ ګمرک د ارزوني په موخه یاد ولایت ته په رسمي سفر تللی وو په دې ولایت کي یې له یو شمېر سوداګرو او صنعتکارانو سره وکتل او د دوی ستونزي او وړاندیزونه یې واورېدل.

په دې کتنه کي چي د بلخ ولایت د سوداګرۍ خوني رئیس اسدالله اسدي، د صنعت کارانو د ټولني رئیس امام الدین سنایي زاده او د بلخ ګمرک رئیس مولوي صفر محمد سحر هم شتون درلود، په پیل کي د بلخ د سوداګرۍ رئیس خبري وکړې او د افغانستان اسلامي امارت له رهبرۍ څخه یې مننه وکړه، چي د ستونزو د حل تر څنګ يې سوداګرو ته زیاتي اسانتیاوي برابري کړي دي.

د بلخ ولایت د صنعتکارانو ټولني رئیس د صنعت د ارزښت بیانولو تر څنګ د افغانستان اسلامي امارت له رهبرۍ څخه غوښتنه وکړه چي په هیواد کي د صنعت ودي ته زیاته پاملرنه وکړي.

ور پسې د ګمرکونو لوی رئیس خبري وکړې او له دې غونډي څخه د خوښي څرګندولو تر څنګ يې سوداګرو او صنعتکارانو ته ډاډ ورکړ، چي د ګمرکونو لوی ریاست اړوند ستونزو ته به یې په وخت رسیدنه وسي. نوموړي وویل، چي په هیواد کي د صنعت وده د افغانستان اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه ده او په دې برخه کي موږ هر ډول مرستي او همکارۍ ته چمتو یو.

ښاغلي سعید له سوداګرو او صعنتکارانو څخه غوښتنه وکړه، چي د فساد په لمنځه وړلو کي له دوی سره مرسته وکړي او اجازه ورنکړي چي فساد یو ځل بیا خپله لمن پراخه کړي.

خبر

د دې کتني په پای کي یو شمېر سوداګرو او صنعتکاراتو هم خپلي ستونزي او وړاندیزونه شریک کړل چي د ګمرکونو لوی رئیس له لوري د ستونزو د حل ډاډ ورکړل سو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS