د عوایدو عمومي ریاست سلګونو بستونو له نوماندانو اینټرویو ازموینه واخیستل سوه

admin_mof
Sat, Sep 17 2022 9:19 AM
خبر

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي ریاست له لوري د کابل په شمول ۳۴ ولایتونو کي د (۱۰۵۸) اعلان سوو بستونو له نوماندانو د اینټرویو ازموینه په بېلابېلو وختونو کې د یاد ریاست له لوري د ګمرکونو ملي اکاډمۍ په تالار او د هیواد په ځانګړي سو زونونو کي د لسګونو څارندویانو له لوري په راڼه ډول واخیستل سوه.

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي ریاست څو میاشتې وړاندې د کابل په ګډونو په ۳۴ ولایتونو کي د اصنافو د تثبیت کارکوونکي ۱۰۵۸ قراردادي بستونه د ازادي سیالۍ ازمویني اخیستو په موخه اعلان ته سپارلي وو، چي ۳۶۰۰۰ تنه نوماندانو دغو بستونو نوم لیکنه کړي وه، چي له دې ډلي يې ۱۸۰۰۰ تنه شارټ لیسټ، ۹۰۰۰ کسان په شرایطو برابر او له چاڼ وروسته ۷۸۰۰ کسان د ځانګړي لینک له لارې په شرایطو برابر وبلل سول، چي ازموینه یې واخیستل سوه. 

همدا شان له ذکر سوي شمېر څخه ۲۵۲۷ تنه د ازمویني له اخیستو وروسته بریالي وپېژندل سول، چي ۱۰۵۸ تنه به په همدغو تشو بستونو کي ځای پر ځای او ۲۹۰ تنه نور به په ریزرف بڼه پاتي وي، چی شرایطو ته په کتو سره به له دغو کسانو څخه کار واخیستل سي.

خبر

د یادوني وړده، چي د دغو بستونو ازموینه د عوایدو عمومي ریاست او د ازمویني ملی ادارې په همکارۍ په تحریري بڼه په کابل او ټاکل سوو زونونو کي د تېرې جمعې په ورځ د سنبلې په ۱۰مه نېټه واخستل سوه او پایله یې د دوشبې په ورځ اعلان سوه، چي له هغه وروسته د انټرویو لپاره د عوایدو لوی ریاست لخوا اړوندو زونونو ته ټیمونه هم واستول سول.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS