د بودیجې او خزاینو ریاستونو او  نورو دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره سوه

admin_mof
Sat, Aug 27 2022 10:07 AM
خبر

د مالیې وزارت د بودیجې او خزاینو ریاستونو او د نورو دولتي ادارو د مالي څانګو ترمنځ د همغږۍ په موخه ناسته د بودجې او خزاینو ریاستونو د رئیسانو او د نورو دولتي ادارو د مالي څانګو د استازو په ګډون د مالیې وزارت په خیبرهال کي ترسره سوه.

په دغه غونډه کي چي د دولتي ادارو د مالي څانګو او د مالیې وزارت د خزانې او بودجې عمومي ریاست ترمنځ د کاري بهیر د ښه والي او چټکتیا په موخه جوړه سوې وه، د دغه وزارت د بودجې او خزاینو ریاستونو ترمنځ پر شته ستونزو، د مالیې وزارت او نورو دولتي مالي څانګو پر همغږۍ. د ال سی (لیترآف کردیټ) او د اداراتو بانکي حسابونو ته د پيشکي حوالو د انتقال پر طرزالعملونو، د دولتي ادارو مالي برخو کارکوونکو لپاره پر روزنیزو پروګرامونو او  نورو اړوندو موضوعاتو بحث او خبري اتري وسوې.

خبر

د دې ادارو ترمنځ د لا همغږۍ په موخه د مالي رئیسانو نظریات او وړاندیزونه واورېدل سول او پریکړه وسوه، چي د پېشکي حوالو د انتقال طرزالعمل دي د لا غني کېدو په موخه له نورو ادارو سره شریک سي؛ ترڅو دوی هم خپل نظریات او وړاندیزونه په اړونده برخه کي شریک کړي.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS