د مالیې وزارت عوایدو لوی رئیس د عينک د مسو کان د قراردادي کمپنۍ له استازيو سره ولیدل

admin_mof
Wed, Jun 22 2022 1:20 PM
خبر

د ماليې وزارت د عوايدو لوی رئيس معراج محمد معراج په خپل کاري دفتر کي د عينک د مسو کان د قراردادي استخراجي کمپنۍ له استازو سره وليدل او د اړوند استخراجي کان د مالياتو په اړوند يې هر اړخيزي خبري ورسره وکړې. 

آغلې ژانگ قي چي د دغه پلاوي مشري يې کوله، په خپلو خبرو کي وويل: موږ خوښ يوو چي د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست له مسولینو سره له نږدې گورو او ډېره ښه سوه، چي د عينک د مسو کان د مالياتو په تړاو مو بحثونه وکړل او ستاسي د ډاډگېرنو ډېره مننه کوو.

د عوايدو لوی رئيس معراج په خپلو خبرو کي وويل: تر بل هر وخت په افغانستان کي د پانگوني لپاره زمينه برابره سوې ده، امنيت خوندي دئ، هر څوک په ډاډه زړه اوس خپل کاروبار کولای سي. زموږ هڅه دا ده، چي د خپلو ماليه ورکوونکو او مراجعينو لپاره د مالياتي چارو د چټکتيا په موخه په قوانينو، طرزالعملونو، لارښوونو او نورو اړوندو مسئلو کي اړيني اسانتياوي برابري کړو، چي پانگوال راسي او دلته پانگونه وکړي.

د یادوني وړ ده، چي په دغه ليدنه کي د مالیې وزير سلاکار نجيب الله احمدزي، د عوايدو لوی رياست تخنيکي مرستيال عبدالولي نوري، د لويو ماليه ورکوونکو رئيس عبدالقيوم نصير، د حقوقي خدمتونو او پاليسۍ رئيس ندا محمد صديقي او نورو مسؤلینو گډون کړی وو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS