د ګمرکونو د اصلاحي طرحي د تطبیق په موخه کاري ناسته وسوه

admin_mof
Mon, Apr 18 2022 2:02 PM
خبر

د ګمرکونو د اصلاحي طرحي د تطبیق په موخه کاري ناسته، د عوایدو او ګمرکونو معین، ملا محمد ناصر آخوند او د مالیې وزارت بېلابېلو ادارو د رئیسانو په ګډون د مالیې وزارت په خیبرهال کي ترسره سوه.

د ناستي په پیل کي د مالیې وزارت د مقام سلاکار محمد خلیل الله صالح زاده د اصلاحاتو راوستو، د کارکوونکو او مراجعینو ستونزو ته د رسېدني، له قاچاقو، فساد او وخت ضایع کېدو د مخنیوي په موخه د بېلابېلو کمېټو د جوړېدو او په ټول هيواد کي د یو ډول قانون د تطبیق په اړه د عوایدو او ګمرکونو معین ته معلومات وړاندي کړل.وروسته بیا ګډونوال د کمېټو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل، چي ملا محمد ناصر آخوند له مسولینو وغوښتل چي دغه نظریات او وړاندیزونو ته هم په کمېټو کي ځای ورکړي.

خبر

د یادونې ده چې دغو کمېټو کي( د تشویقي امتیازاتو کمېټه، د قیمت ګذارۍ د اصلاح کمېټه، د بېلټۍ د ستونزو د حل کمېټه، د بېلابېلو کارکوونکو او سوداګرو د مجازاتو د میکانیزم کمېټه، د ري اکسپورټ د میکانیزم کمېټه، د یو ډول ګمرکي رژيم د تطبیق کمېټه، د بیو او لومړنیو توکو د تعرفې د میکانیزم کمېټه، د لېږد فورم له تخلفاتو څخه د مخنیوي کمېټه، د ریسک منجمنټ کمېته، ګمرکي لومړنیو حقیقي اسنادو ته د لاسرسۍ کمېټه، د فیس ټرانزیک د لوړوالي او په داخلي بازارونو کي د تخلیې د مخنیوي کمېټه، د جواز ورکوني په برخه کي د تخلفاتو د مخنیوي کمېټه، د سیسټمونو د پراختیا کمېټه، له تاسیساتو څخه د ګټه اخیستي او استراس د انتقال کمېټه، د ګمرکي محصول د ارزوني او ګمرکونو د موقعیت بدلون کمېټه، په ګمرکونو کي د بانکونو د څانګو د پرانیستې کمېټه، په ګمرکونو کي د عصري تکنالوژۍ د نصب او ګټي اخیستني کمېټه، په ګمرکونو کي د پروسې د اسانتیا رامنځته کولو کمېټه، د ګمرکونو د معیاري کيدو په موخه د تاسیساتو او تجهیزاتو د ارزوني کمېټه او د سینګل وینډو سیستم د تطبیق اروزنې کمېټه) شاملي دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS