د مالیې وزارت سرپرست د کابل ولایت د ترافیکو له مسؤل سره ولیدل

admin_mof
Mon, Apr 11 2022 12:20 PM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري تېره ورځ د کابل ولایت د ترافیکو له لوی مدیر مولوي خیال محمد غاور سره په لیدنه کي موټرونو ته د اسنادو پر ورکړه ټینګار او د ښاري نظم د رامنځته کولو هیله وکړه.

د لیدني په پیل کي د کابل ولایت د ټرافیکو عمومي مدیر الحاج خیال محمد غاور، د مالیې وزارت سرپرست ته د خپلو کړنو، موټرونو ته د اسنادو د ورکړي پروسې، په کابل ښار کي د موټرونو د بې نظمۍ او بېرته کنټرول پر څرنګوالې، غټو او کوچنیو موټرونو ته د اسنادو پر ورکولو، د اسنادو په ورکړي سره په ښار کي د بې نظمۍ په راکمولو، د ښاري نظم لپاره د دې مدیریت له خوا د نوي طرحي پر جوړولو، د تر وخت تېرو اسنادو پر کنټرول، د باقي اسنادو پر ارزولو او دې ته ورته یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو هر اړخیز معلومات ورکړل.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري، د دوی د نظرونو او معلوماتو له اورېد وروسته نوموړي ته سپارښتنه وکړه، چي د ترافیکو مدیریت دي د ښار د نظم په برابرولو او موټرونو ته د اسناد د ورکړي او ارزونې په برخه کي له پوره پاملرني کار واخلي او هیله یې وښوده، چي د کابل د ترافیکو عمومي مدیریت به د یادو سوو مواردو په برخه کي چټک ګامونه پورته کړي او په هره برخه کي، چي مالیې وزارت ته اړتیا ولري، د قانون په رڼا او امکاناتو په پام کي نیولو سره به هر راز مرسته ورسره وکړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS