مالیې وزارت د رهبرۍ پلاوي اتمه ناسته ترسره سوه

admin_mof
Wed, Mar 16 2022 12:57 PM
خبر

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال الحاج ملا محمد ناصر اخند، په مشرۍ د مالیې وزارت د رهبرۍ پلاوي اتمه ناسته د دې وزارت په مقام کي ترسره سوه.

په دغه ناسته کي چي یو شمېر رئیسانو او د مقام سلاکارانو ګډون کړی وو، په پیل کي د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال الحاج ملا محمد ناصر اخند، د رهبرۍ پلاوي د تېرې ناستي د پرمختګونو اولاسته راوړنو راپور اورېدو ترڅنګ وویل: د رهبرۍ د ناستي موخه د مالیې وزارت ټولو اړوندو ادارو کي د کارونو چټکتیا، خنډونو ته د حل لارو پیدا کول او د راتلونکي لپاره د نوو تدابیرو نیول دي. موږ د کاري پرمختګونو په برخه کي له ټولو ادارو مننه کوو او ترڅنګ یې د مالیې وزارت له ټولو کارکوونکو په کلکه غوښتنه کوو، چي خپل ځانونه دي په شرعي اصولو برابر کړي او په اسلامي چوکاټ کي دي خپلو دندو ته راځي. 

همدا شان د مالیې وزارت د مقام ستر سلاکار محمد اقا کوهستاني، د رسمي چارو پر چټکتیا، په چارو کي له دوه ګوني اجراآتو د مخنیوي او د اداري تسلسل اړوند متحدالمال لېږلو نه رعایت کولو معضلې پر هواري بحث او خبري وکړې.

د ناستي ګډونوالو؛ د عوایدو لوی ریاست ته د ټولو ولایتونو مستوفیتونو را پور ورکولو وړاندیز، په لږ توپیر سره د مالیې وزارت د لوګو پر منظورۍ خپل نظرونه او وړاندېزونه سره شریک کړل.

د ناستې په پای کي پرېکړه وسوه، چي د رهبرۍ پلاوي اتمي ناستي راپور او پرمختګونه دي راتلونکي ناستي ته وړاندي سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS