پر عایداتو د مالیاتو او عمومي محاسبې د ارزونې روزنیز پروګرام پیل سو 

admin_mof
Sat, Mar 12 2022 3:27 PM
خبر

 د مالیې وزارت بشري منابعو ریاست ارتقا آمریت  او عوایدو عمومي ریاست په همغږۍ نوو ګمارل سوو کارکوونکو ته پر عایداتو د مالیاتو او عمومي محاسبې د ارزونې (۱۰) لس ورځنی رونیز پرواګرام پیل سو.

په دغه پروګرام کي د عوایدو عمومي ریاست د ولایتونو د انسجام او پراختیا رئیس مولوي احمدشاه شاکر، د مالیې وزارت بشري منابعو د ظرفیت لوړوني آمر احمد ضیاء نیازی او ګڼو کارکوونکو ګډون درلود. 

د پروګرام په پیل کي مولوي احمد شاکر له نوو ګمارل سوو کارکوونکو څخه په خپلو خبرو کي وغوښتل چي له روان رونیز پروګرام څخه هر اړخیزه ګټه پورته او په خپل کاري بهیر کي عملي استفاده ورڅخه وکړي او خپلو دندو ته په صداقت، دیانت او هيوادنۍ مینه ادامه ورکړي.

وروسته بیا د بشري منابعو د ظرفیت لوړوني آمر احمد ضیاء نیازي په خپلو خبرو کي له نوو ګمارل سوو کارکوونکو وغوښتل، چي له یاد روزنیز پروګرام څخه په استفادې خپلي حاضرۍ ته پابند واوسي او ور سپارل سوي مسؤلیتونه دي په پوره دقت، صداقت او کاري انرژۍ ترسره کړي.

خبر

د یادوني وړ ده چي دغه ډول ښوونیز او روزنیز پرګرامونه تر دې مخکي هم تر سره سوي، چي د نوو ګمارل سوو کار کوونکو په ظرفیت لوړونه کي ئې ښې لاسته راوړني لرلي دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS