د افغانستان او ازبکستان د سوداګریزو اړیکو د نوي فصل پیل

admin_mof
Tue, Mar 08 2022 5:20 PM
خبر

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو نوی فصل په لومړي ځل د بلخ ولایت حیرتان بندر له لارې هغه هیواد ته د افغانستان له لوري د سوداګریزو توکو ډکو موټرونو په ور اوښتو پیل شو.

په دې مراسمو کې د بلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ سلاکار شیر احمد سپاهي زاده، په بلخ ولایت کې د ازبکستان اسلامي جمهوریت سرقنسل جعفر فتایوف او یو شمېر کارکوونکو او سوداګرو ګډون کړی وو.د بلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ سلاکار شیر احمد سپاهي زاده، د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو نوی پیل یو مهم امر او اغېزمن وباله او د سوداګریزو توکو د لېږد را لېږد لپاره د لا اسانتیاوو په رامنځته کولو او پراختیا یې ټینګار وکړ. همدا شان هغه یادونه وکړه، چې نن ورځ د افغانستان له لوري ازبکستان هیواد ته څلور سوداګریزې محمولې ولېږل شوې او دا د یوه تاریخي ګام اخیستو څرګندوونکي ده، ځکه له کومې ورځې چې دغه پل د امو سیند پر سر جوړ شوی د افغانستان له لارې هیڅ ډول سوداګریزه محموله نه ده پرې اوښتې..

 

خبر

ورپسې جعفر فتایوف، د دوه اړخیزه اړیکو په ټینګېدو ټینګار وکړ او دغه کار یې د افغانستان اسلامي امارت او ازبکستان اسلامي جمهوریت ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړي کولو ښه پیل وباله او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو توکو د لېږد په اسانولو کې ژمنه وکړه

 

خبر

د یادونې وړده، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزه اړیکو پر بنسټ ځمکنی ټکس (خاک پولی) یې له ۴۵۰ ډالرو څخه ۵۰ ډالرو ته ښکته کړ.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS