د مالیې وزارت سرپرست د هيواد د شمال له سوداګرو سره وکتل

admin_mof
Tue, Mar 08 2022 1:57 PM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري، د هیواد دشمال د خصوصي سکتور د سوداګرو له استازو سره د مالیې په وزارت کي وکتل.

په دې لیدنه کي د سوداګرو استازو د مالیې وزارت سرپرست ته خپلي ستونزې او وړاندیزونه په ډاګه کړل او زیاته یې کړه، چي موږ ته د صنعت او سوداګرۍ په برخه کي له تېر نظام څخه زیاتي ستونزي او خنډونه په میراث را پاتي وو، خو د اسلامي امارت له راتلو سره زموږ ستونزي تر ډېره حل سوي دي، ولي په ځینو برخو او د زیاتو اسانتیاوو برابرولو کي د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د مالیې وزارت رهبرۍ د ملاتړ غوښتونکي یو.

د مالیې وزارت سرپرست، د دوی شتون او فعالیتونو ته په اشاره وویل: ستاسو فعالیتونه او رول د هیواد د پرمختګ او اقتصادي ودي په برخه کي د پام وړ اهمیت لري، د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د مالیې وزارت له تاسو سره هر وخت همکار دئ او تاسو ته د اسانتیاوو په برابرولو کي له شته امکاناتو کار اخلي او  د هیواد د نافذه قوانینو په چوکاټ کې ستاسو ستونزو ته رسېدنه کوي.

د یادو ټولنو استازو، د مالیې وزارت له سرپرست سره ژمنه وکړه، چي موږ به د هیواد د اقتصادی پرمختګ په برخه کي له تاسو سره اوږه پر اوږه درېږو او ترڅنګ به خپله مالیه پر ټاکلي وخت د دولت خزانې ته سپارو

خبر

د یادونې وړده، چي تېره ورځ د عوایدو او ګمرکونو مرستیال ملا ناصر اخند هم د یادو ټولنو له استازو سره پر اړوندو موضوعاتو لیدنه او خبرې کړي وې.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS