د سره صلیب کمېټې له لوري د روغتیایي پرسونل د معاشونو ورکړه دوام مومي

د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال نذیر کبیري په بشري او پراختیایي برخو کي د سره صلیب نړیوالي کمېټې له ځانګړي استازي، ډاکټر کولین بروس سره وکتل.
په دغه لېدنه کي د هيواد پر اقتصادي وضعیت، د نړیوالو سازمانونو د پراختیایي فعالیتونو د بیا پیل پر څرنګوالي، د روغتیایي پرسونل د معاشونو د ورکړي پر دوام او د بودجې څخه دباندي د مرستو پر شفافیت خبري وسوې.