د مالیې وزارت د رهبرۍ  شورا (۷) اوومه ناسته  ترسره سوه

admin_mof
Mon, Feb 28 2022 11:37 AM
خبر

د مالیې وزارت د رهبرۍ  شورا (۷ مه) نوبتي ناسته  د مالیې وزارت د مقام په فتر کي تر سره سوه. په دغه غونډه کي ، چي د مالیې وزارت د سرپرست وزیر، الحاج ملا هدایت الله بدري له لوري يې مشري کېدله، پکښي د یاد وزارت د مختلفو ریاستونو رئیسانو او اداري مسؤلینو ګډون کړی وو.

غونډه د قرآن عظیم الشان د مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل سوه او ورپسې د مالیې وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د پیل وینا وکړه او د غونډې ګډونوالو ته یې  ښه راغلاست ووایه. ورسره سم د تیرو غونډو د پرېکړو او پرمختګونو وروستی راپور وړاندي سو. او  همدا راز د ټولو ولایتونو د مستوفیتونو لپاره د عوایدو لوي ریاست له لوري،  ټاکل سوي هیئت خپل راپور له مشرتابه سره شریک کړ.

خبر

په دغه غونډه کي د ارشاد او دعوت ریاست د فعالولو خبر ورکول سو او ددغه ریاست لپاره ټاکل سوی رئیس د غونډي ګډونوالو ته ور وپېژندل سو. په پای کي د تدارکاتو ریاست له لوري د لومړنیو اړینو وسایلو نوملړ د رهبرۍ شورا سره شریک سو او غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS