د ګمرک نړیوالې ورځې په مناسبت د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس د مبارکۍ پیغام

admin_mof
Wed, Jan 26 2022 10:09 PM
خبر

د سلواغې ۶مه چې د ګمرک نړیوالې ورځې سره برابره ده، خپلو ټولو مرکزي او ولایتي همکارانو ته د یادې ورځې مبارکي وایم، او د الله پاک له دربار څخه دوی ته په ورسپارل سویو چارو کې د بریالیتوب غوښتنه کوم.
د افغانستان د ګمرکونو لوی ریاست د مسلکي او ژمنو کارکونکو په درلودو سره د هیواد د اقتصادي پولو د ساتنې، خلکو او په ځانګړی ډول ملي سوداګرو ته په صادراتو او وارداتو کې د اسانتیاو برابرولو په برخه کې شپه او ورځ هڅې کوي.
له نېکه مرغه، د افغانستان اسلامي دولت واک ته رسیدو د لومړۍ ورځې څخه د هیواد ټول ګمرکونه د صادراتو او وارداتو پر مخ فعال وساتل سول، څو د هیواد اقتصادي څرخ روان، او لا ګړندی سي. ځای لري چې په دې برخه کې له خپلو ژمنو همکارانو او له اړوندو همکارو ادارو څخه د زړه له تله مننه وکړم.
د ګمرکونو لوی ریاست په تېرو پنځو میاشتو کې سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو، د فساد سره د مبارزې، د قاچاق د مخنیوي، الکترونیکي حکومتولي، د کارکوونکو د ظرفیتونو جوړونې او د ملي عوایدو د لوړوالي په موخه اړینې پرېکړې او اقدامات تر سره کړي دي، چی په ټوله کې د سوداګرۍ په کچه، په بازار کې د نرخونو په نسبي کنترول او د ملي عوایدو په لوړوالي کي د پام وړ مثبتې اغیزې درلودې.
اوس مهال د هیواد په ټولو ګمرکونو کې ګمرکي پروسې الکترونیکي دي، او د ګمرکونو لوی ریاست ژمن دی چې د هیواد نافذه قوانینو او د ګمرکونو نړیوال سازمان (WCO) له سپارښتنو سره سم هیوادوالو او ملي سوداګرو ته نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.
په پای کې یو ځل بیا د خپلو ټولو ژمنو همکارانو له صادقانه خدمتونو څخه مننه کوم او الله پاک دې دوی ته د لا ښه خدمت توفیق ورکړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS