د مالیې وزارت له لوري د بشردوستانه او پراختیایي فعالیتونو اسانولو په تړاو د ملګرو ملتونو د قطعنامې هر کلی

admin_mof
Thu, Dec 23 2021 8:10 PM
خبر

مالیې وزارت د افغانستان د خلکو اساسي اړتیاوو ته د رسېدو، په افغانستان کي د پراختیایي فعالیتونو د ملاتړ، د نړیوالو مالي بنسټونو او غیر دولتي مؤسسو د فعالیتونو د بیا پیلېدو په موخه د بشردوستانه پروژو د پلي کولو لپاره د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک او د امریکا متحده ایالتونو د خزانه دارۍ وزارت د (۱۸ او ۱۹) جوازونو د تصویب هر کلی کوي.

د مالیې وزارت دغه پرېکړه له خلکو، خصوصي سکټور او د هېواد د بانکدارۍ سکټور په برخه کي یو ستر ګام بولي.

د مالیې وزارت باوري دئ، چي دغه بشردوستانه مرستې کافي نه دي، بلکه د افغانستان د خصوصي سکټور، عامه خدمتونو، کلیو پراختیا او کرنې د ملاتړ لپاره د خلکو د ژوند ښه کولو په موخه نور مالي ملاتړ ته هم اړتیا زیاته ده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS