هیواد له صنعتکارانو سره د دوی د ستونزو اورېدو او حل لارو په اړه بحث او خبري وسوې

admin_mof
Sun, Sep 26 2021 3:00 PM
خبر

د ا.ا.ا د عوایدو او ګمرکونو په چارو کي د مالیې وزارت د مقام سلاکار اسدالله ساجد(خبیب)، د ګمرکونو لوی ریاست د عملیاتي چارو له مرستیال محمد عمر مومند، د مشورتي بورډ غړي انجینر سیف الله، د افغانستان د صنایع او کانونو خوني رئیس شیرباز کمین زاده او د هیواد په کچه د ۶۶ تولیدي شرکتونو له مسؤلینو سره د عوایدو او ګمرکونو په معینیت کې ناسته وکړه. 

د دې ناستې موخه په هیواد کي د صنعتي شرکتونو ستونزي اورېدل او حل لاري او د یادو شرکتونو د تولیداتو په کیفیت، کمیت او قیمت بحث او خبري وسوې.

د ناستې په پیل کي د افغانستان د صنایع او کانونو خوني رئیس او صنعتي شرکتونو استازو د خپلو شرکتونو د تولیداتو په اړه د ناستې ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات ورکړل او په دې برخه کي یې د شته ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

خبر

د عوایدو او ګمرکونو په چارو کي د مالیې وزارت د مقام سلاکار او د ګمرکونو لوی ریاست د عملیاتي چارو مرستیال دوی ته ډاډ ورکړ، چي شته ستونزو ته به یې د قانون په رڼا او مالي امکاناتو ته په کتو رسېدنه کوي او له دوی یې وغوښتل چي د تولیداتو په برخه کي کیفیت، کمیت او قیمت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او خپلو فعالیتونو ته د پخوا په څېر دوام ورکړي ترڅو خلک له راپېښ سوي اقتصادي وضعیت څخه زیانمن نه سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS