ټاکل شوې ده د مالیې او اقتصاد وزارتونو یو شمېر کارکوونکي د ماسټرۍ ترکچې د لوړو زده کړو د دوام په موخه قرغیزستان هېواد ته واستول شي

ټاکل شوې ده د مالیې او اقتصاد وزارتونو یو شمېر کارکوونکي د ماسټرۍ ترکچې د لوړو زده کړو د دوام په موخه قرغیزستان ته واستول شي د مالیې وزارت د پالیسۍ معینیت کارکوونکو د مسلکي وړتیا لوړولو په موخه د مرکزي اسیا (UCA) پوهنتون سره چې مالي ملاتړ یې د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره (UNDP) پر غاړه لري، د اقتصادي پالیسیو (Executive Masters in Economic Policy) په برخه کې د ماسټرۍ ترکچې د لوړو زده کړو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
دغه پروګرام د (۱۴۰۰-۱۴۰۱) کلونو لپاره دی، چې د ۱۸۶ تنه نوماندانو په حضور کې چې د یادو ادارو له لوري را معرفي شوي وو، د روان کال زمري میاشتې په ۱۶مه نېټه د مالیې وزارت په خیبر هال کې د پالیسۍ معینیت د پالیسیو او برنامو د تحلیل رئیس فریدون شارق او په شرایطو د برابرو کسانو د ټاکلو کمېټې رئیس له لوري په رسمي ډول پرانیستل شو.

په شرایطو د برابرو کسانو د ټاکلو کمېټې؛ د بورسیو، د پروګرام د شرایطو، د غوښتنې د فورمونو ډکولو طریقه او د پروګرام د انتخاب معیارونه د پریزینټېشن له لارې ګډونوالو ته وړاندې کړل او په پای کې د نوماندانو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.
د دغو محصلینو درسونه به له تقریري او تحریري ازموینې وروسته د روان کال د تلې په میاشت کې پیل شي.