د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د نړیوال بانک له رئیسې سره وکتل

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده د افغانستان لپاره د نړیوال بانک له رئیسې ملینډا ګوډ "Melinda Good" سره وکتل. په دې ناسته کې چې د مالیې وزارت د پالیسۍ معین نذیر کبیري هم حضور درلود، دواړو لوریو په غیر اختیاري پراختیايي پروژو کې په اصلاحاتو او د نړیوال بانک د تشویقي پروګرام پلي کولو له لارې د ملي بودیجې د تمویل څرنګوالي په تړاو خبرې اترې وکړې او اړينې پرېکړې وشوې.
