د مالیې وزارت سرپرست د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره ولیدل

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د عامې روغتیا وزارت له سرپرست ډاکټر وحید مجروح سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل. په دې لیدنه کې دواړو لوریو د روغتیایي پروژې (چې د نړیوال بانک له لوري تمویلېږي)، له انجوګانو سره د قرار داد په نوي کولو چې په ټولو ولایتونو کې روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي، د کرونا واکسین پېرنې او د اکسیجن تولیدونکو مرکزونو په هکله خبرې اترې وکړې.
