د مالیې وزارت د پالیسۍ معین د افغانستان لپاره ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له مرستیال سره ولیدل

د مالیې وزارت د پالیسۍ معین نذیر کبیري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي له مرستیال رامز الاکبروف سره په مجازي (Virtual) ډول ولیدل.
په دې لیدنه کې د منابعو د انسجام په څرنګوالي او بېځایه شویو وګړو ته د وچکالۍ له امله را منځ ته شویو ستونزو ته د عاجلې رسېدنې په موخه بحث او خبرې اترې وشوې.
همدارنګه په دې لیدنه کې دواړو خواوو د بشردوستانه او پراختیایي مرستو د غوره او پر وخت خدمتونو په اړه، د اړیکو په غوره والي هوکړه وکړه. د لیدنې په وروستیو کې ښاغلي الاکبروف د ملګرو ملتون د هر اړخیز ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ.
