د نړیوالو تمویل کوونکو د رهبرۍ (Donors Heads of Agencies) ناسته ترسره شوه

دغه ناسته کې، چې د مالیې وزارت د سرپرست محمد خالد پاینده په مشرۍ، د نړیوالو پراختیايي بنسټونو د رئيسانو، د مالیې وزارت د پالیسې معين نذیر کبیري او د یاد وزارت یو شمېر نورو رئیسانو په شتون کې په مجازي (Virtual) بڼه ترسره شوه، د عامه مالي مدیریت د ودې، د مالیې وزارت د بودیجې او خزاینو لوی ریاستونو په کاري برخه کې د اصلاحاتو او د افغانستان اسلامي جمهوریت حکومت په اساسي لومړيتوبونو اړینې پرېکړې، بحث او خبرې اترې وشوې.
