ټول دولتي شرکتونه باید د دولت لپاره په تلپاتې عوایدي سرچینو بدل شي

admin_mof
Tue, Jun 29 2021 8:44 AM
خبر

د دولتي شرکتونو د ټولیزې ارزونې د ناستو په دوام، د دولتي شرکتونو عمومي رئیس میرویس بهیج او ورسره مل پلاوي د انټرکانټيننټال له دولتي شرکت څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې چې د دولتي شرکتونو یو شمېر رئیسانو یې ملتیا کوله، د انټرکانټيننټال دولتي شرکت عمومي رئیس محمد شهریار مومند د یوه پرزنټیشن په لړ کې د یاد شرکت ټولیز وضیعت وړاندې کړ او د تشکیلاتي اصلاحاتو د تطبیق، د انټرکانټيننټال دولتي شرکت مالي وضیعت، د یاد شرکت دوه کلن مالي پلان، ګټې او زیان د بیلانس په مطابق د عوایدو وضیعت، د شیت بیلانس په مطابق د شرکت مالي وضیعت، د تولید پراختیا، خدماتو، اساسي عوایدو او نور اړوندو مسایلو په طرحه کې د اصلاح په موخه د دولتي شرکتونو رهبري پلاوي ته معلومات وړاندې کړل.

د دولتي شرکتونو عمومي رئیس میرویس بهیج د انټرکانتيننټال دولتي شرکت اجرائیوي پلاوي ته وویل، چې د دولتي شرکتونو د حقوقي شخصیت د بدلون موخه دا ده، چې دغه شرکتونه په کاري برخه کې په مستقله توګه عمل وکړي او په تدریجي توګه د ځان بسیاینې په لور لاړ شي، ترڅو د هېواد ملي بودیجې سره مرسته وشي.

خبر

ښاغلي بهیج ټینګار وکړ، چې په ټولو دولتي شرکتونو کې باید د موثریت او مثمریت اصلونه تطبیق شي، نوموړي زیاته کړه، چې یاد شرکتونه باید له مارکېټ سره د سیالۍ توان پيدا کړي او د دولت لپاره د په عوایدي سرچینې بدل شي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS