بیړنۍ خبرتیا!

admin_mof
خبر

هغو کسانو ته خبرداری ورکول کېږي، چې غوښتل یې د ۱۴۰۰ کال غبرګولي میاشتې په ۲۱ مه نېټه د خپلو سوداګریزو توکو ۵۸ موټرونه د کابل ارغندۍ له لويې لارې د مالیو له ورکړې پرته ولېږدوي، چې د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو ریاست د پولیسو له لوري ودرول شول او کابل ښار ته د دننه کېدو مخنیوی یې وشو. اوس په ټینګار سره خبرداری ورکول کېږي، چې که چېرته د دې موټرونو خاوندان تر راتلونکو دوو ورځو پورې د یادو درول شویو موټرونو د تم ځای سیمې ته د قضیې د حل په موخه حاضر نه شي، توکي به یې لیلام او بیا د شکایت حق نه لري.

وروستي اعلانونه

Back to announcements