د باختر افغان الوتنې دولتي شرکت د مدیره پلاوي لومړنۍ ناسته وشوه

admin_mof
Sat, Jun 12 2021 11:28 AM
خبر

د مالیې وزارت د مالي او اداري او د دې شرکت د مدیره پلاوي رئیس سید احسان طاهري په مشرۍ، د باختر افغان الوتنې دولتي شرکت د مدیره پلاوي لومړنۍ ناسته د اداري معینیت د کنفرانسونو په صالون کې وشوه.

په پیل کې د افغان باختر الوتنې دولتي شرکت رئیس احمد مسلم خُرم، له ۴۰ کاله بدلون وروسته د دولتي شرکت په توګه د باختر هوایي شرکت بیا فعالیدو، د دې شرکت د تشکیلاتي جوړښت، بودیجې، تدارکاتي پلان، د بشري سرچینو پالیسۍ او کړنلارو، معلوماتي ټکنالوژۍ او د شرکت د معاشونو سکیل په تړاو مشخصو وړاندیزونو او نورو بنیادي او اړینو موضوعاتو په هکله د ناستې ګډونوالو ته معلومات وړاندې او زیاته یې کړه، چې د باختر شرکت د ودې او د ښو الوتنو او په هېواد کې له نورو خصوصي شرکتونو سره د سیالۍ په برخه کې مډرن او تطبیقي پروګرامونه په پام کې لري.

خبر

ورپسې د دې شرکت مدیره پلاوي رئیس سید احسان طاهري، د شرکت د مدیره پلاوي د هر یوه غړي له نظرونو وروسته د بحث شویو موضوعاتو په تړاو مشترکې او اړینې پرېکړې وکړې.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS