محورفکري مدني بنسټ په عوایدي سرچینو کې د اصلاحاتو پلي کولو او له فساد سره د مبارزې په برخه کې د مالیې وزارت د سرپرست کړنې وستایلې

admin_mof
Sat, May 29 2021 8:11 AM
خبر

محورفکري مدني بنسټ په عوایدي سرچینو کې د اصلاحاتو پلي کولو او له فساد سره د مبارزې په برخه کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د مالیې وزارت د سرپرست کړنې وستایلې. په دې مراسمو کې چې د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال نذیر کبیري، د نوموړي بنسټ رئیس او غړو ګډون کړی وو، پروګرام د قران عظیم الشان مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل شو.

د محورفکري مدني بنسټ ، رئیس عبدالله صافي د مالیې وزارت سر مشرۍ ته په خطاب کې وویل، چې زموږ په بنسټ کې د ځوانانو او مخورو مشرانو شورای شتون لري او زموږ کړنې او پروګرامونه نتېجه محور دي. نوموړي زیاته کړه چې محورفکري مدني بنسټ لومړی د یوې موضوع په اړه تحقیق کوي او بیا خپل اقدامات ترسره کوي. زموږ د نن ورځې پروګرام هم د فساد په برخه کې د مبارزې او په مالي سکټور او عوایدي سرچینو کې د اصلاحاتو پلي کولو په برخه کې د مالیې وزارت د سر مشرۍ د فعالیتونو ستایل دي.

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده وویل، چې د افغانستان نظام او مالیې وزارت په تېرو ۲۰ کلونو کې ډېر کارونه ترسره کړي دي، خو شته امکاناتو ته په کتو یې بس نه بولو. موږ دا منو چې یو لړ ستونزې وجود لري لکه له افغانستان سره شوې مرستې تر ډېره بریده له هیواد څخه بېرته ایستل شوې، خو له نېکمرغه موږ په تېرو څو کلونو کې یوه سلسله اصلاحات پلي کړي دي. موږ له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې له مرستو منندوی یوو. د مالیې وزارت سرپرست یادونه وکړه، چې دې وزارت له فساد سره د مبارزې او په عوایدي سرچینو کې د اصلاحاتو په برخه کې عملي اقدامات ترسره کړي دي او له دې څخه یوه هم د ګمرکونو ۵ کلنه ستراتېژي ده.

د مالیې وزارت سرپرست ټینګار وکړ، چې د دې وزارت د سرمشرۍ زیاته پاملرنه د هیواد ځوانو کدرونو ته ده او زیاته یې کړه، چې مالیې وزارت یو پیاوړی او مسلکي ټیم جوړ کړی. د مالیې وزارت سرپرست، د محورفکري مدني بنسټ له لوري د دې وزارت د سرمشرۍ د کړنو له ستایلو د زړه له کومي مننه وکړه.

خبر

د دې پروګرام په پای کې د مالیې وزارت سرپرست د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل او همدا شان محورفکري مدني بنسټ په عوایدي سرچینو کې د اصلاحاتو پلي کولو او له فساد سره د مبارزې په برخه کې د مالیې وزارت سرپرست ته ستاینلیک ډالۍ کړ.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS