د مالیې وزارت سرپرست په سریلانکا کې د افغانستان له سفیر او د سویلي اسیا د چاپیریالي همکاریو سازمان له دوره یي عمومي رئیس سره ولیدل

admin_mof
Sun, May 23 2021 9:11 AM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، په سریلانکا کې د افغانستان له سفیر محمد اشرف حیدري او د سویلي اسیا د چاپېریالي همکاریو سازمان دوره ‌یي عمومي رئیس سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو په سویلي اسیا کې د چاپېریال ساتنې، په سیمه کې د چاپېریال ساتنې د تعاملاتو په موخه د نوموړي سازمان په پروګرامونو او همکاریو او دارنګه موجودو فرصتونو، په هیواد کې د هوا ککړتیا کمېدو په موخه دوه اړخیزه همکاریو، د بودیجې جوړونې په بهیر کې د اقلیمي تاثیراتو په پام کې نیولو او نورو اړوندو مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.

د مالیې وزارت سرپرست، د چاپېریال ساتنې په تعاملاتو کې د سویلي اسیا د چاپیریالي همکاریو سازمان رول د غړو هیوادونو لپاره اړین وباله او د افغانستان او یاد سازمان ترمنځ د ژورو او پراخو اړیکو ټینګېدو غوښتونکی شو. په مقابل کې ښاغلي حیدري ژمنه وکړه، چې د اړتیا په صورت کې یاد سازمان له افغانستان سره د چاپېریال ساتنې په برخه کې تخنیکي همکاریو ته چمتو دی او له دې هیواد سره به همکاري کوي.

د یادونې وړ ده چې د سویلي اسیا د چاپېریالي همکاریو سازمان (SACEP) یو سیمه‌ییز سازمان دی چې د سویلي اسیا اته هیوادونه (افغانستان، بوتان، هندوستان، سریلانکا، مالدیو، بنګله دیش، پاکستان او نیپال) یې غړي دي چې دا مهال د دې سازمان دوره‌یي ریاست د افغانستان پر غاړه دی.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS