د سارک غړو هیوادونو د مالیي وزیرانو ۱۶مه غیررسمي غونډه نن په آنلاین ډول ترسره شوه

admin_mof
Thu, May 06 2021 9:30 AM
خبر

د سارک سازمان د غړو هیوادونو د مالیې وزیرانو ۱۶مه غیررسمي غونډه د آسیا د پراختیایي بانک د ۵۴ مې کلنۍ غونډې په حاشیه کې په آنلاین ډول جوړه شوه. په دې غونډه کې د سارک سازمان د اتو غړو هیوادونو د مالیې وزیرانو، د مالیې وزارتونو استازو او پلاوو ګډون وکړ، چې مشري یې د نیپال هیواد د مالیي وزیر ښاغلي بیشنو پراساد پاوډل پر غاړه درلوده. د مالیې وزیرانو د ۱۶مې غیررسمي غونډې اجنډا (د هراړخیزې او پياوړې ودې په لور د کوویډ ۱۹ وبا څّخه اقتصادي بیارغېدنه)) ټاکل شوې وه چې د غړو هیوادونو استازو او پلاوو یې په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې. په دې غونډه کې د آسیا پراختیایي بانک د عملیاتي برخې مرستیال د بانک په استازیتوب غونډې ته وینا وکړه او د کوویډ ۱۹ سره د مبارزې په موخه یې د سارک سازمان د غړو هیوادونو سره د بانک د مالي مرستو یادونه وکړه. هغه زیاته کړه چې بانک به په سختو شېبو کې د سویلي آسیا د هیوادونو او خلکو سره مرسته کوي. په دې غونډه کې د سارک سازمان سکرټر جنرال ښاغلي ایسالا رووان ویراکون هم وینا وکړه او د کوویډ-۱۹ وبا سره د مقابلې په برخه کې یې د سارک سازمان په استازیتوب د آسیا پراختیایي بانک د مرستو څّخه مننه وکړه.

خبر

په دې غونډه کې د سارک سازمان د مالیې وزیرانو او پلاوو په وار سره خبرې وکړې او د خپلو هیوادونو په استازیتوب یې د کوویډ- ۱۹ سره د مبارزې په برخه د خپلو حکومتونو په پلانونو او هلو ځلو رڼا واچوله. په غونډه کې د افغانستان د مالیې وزارت په استازیتوب مالي مرستیال حبیب ځدراڼ لنډه وینا وکړه او په افغان اقتصاد باندې یې د کوویډ- ۱۹ د ناوړه اغېزو یادونه وکړه. ښاغلي ځدراڼ هیله وښووده چې په روان کال کې به د افغانستان اقتصادي وده د تېر کال په پرتله لوړه شي. ښاغلي ځدراڼ همدارنګه د سارک د پراختیایی صندوق څخه د کوویډ۱۹ سره د مقابلې لپاره د وړیا مرستې یادونه هم وکړه.

غونډه د هراړخیزه بحثونو څخه وروسته د غونډې د مشر او د نیپال هیواد د مالیې وزیر په خبرو سره پای ته ورسیده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS