د اسیا پراختیايي بانک: له ننګونو سره سره به د افغانستان اقتصاد په ۲۰۲۱ کال کې بېرته خپل حالت ته راوګرځي

admin_mof
Thu, Apr 29 2021 10:39 AM
خبر

د اسیا پراختیايي بانک د تازه راپور له مخې، تمه کېږي چې د افغانستان اقتصادي وده په ۲۰۲۰ کال کې د کوویډ-۱۹ وبا او دوامداره تاوتریخوالي او بې ثباتۍ له امله له چټک نزول وروسته، سږ کال بېرته را ورغېږي او راتلونکي کال ته به چټکه شي.

د اسیا پراختیایي بانک د ۲۰۲۱ اسیا پراختیايي شالید(ADO) کې چې نن خپور شو، وړاندوېینه کوي چې د افغانستان د ناخالصو کورنیو تولیداتو وده به په ۲۰۲۱ کال کې ۳ سلنه لوړه شي، چې په ۲۰۲۲ کال کې به د سوداګریو او بازارونو په عادي حالت ته راګرځیدلو سره ۴ سلني ته لوړه شي. په ۲۰۲۰ کال کې، اقتصادي وده د کوویډ-۱۹ د محدودیت اړوندو تدابیرو د روان تاوتریخوالي او سیاسي بې ثباتۍ اغېز نور هم چټک کړ چې ناخالص کورني تولیدات یې په اټکلي توګه منفی ۵ سلنه کم کړل. د اسیا پراختیايي شالید د اسیا پراختیايي بانک کلنۍ اقتصادي خپرونه ده.

د یاد راپور له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې انفلاسیون ۵.۶ سلني ته پورته شو چې په ۲۰۱۹ کال کې ۲.۳ سلنه وو او محرک یې د خوړو لوړ نرخونه ول. په ۲۰۲۰ کال کې د خوراکي توکو د نرخونو انفلاسیون ۱۰ سلنه اټکل شوی وو، چې تر ټولو لوړه کچه یې په اپریل کې ثبت شوې وه، چې د پولو تړلو او د وېرې له امله سودا کولو دا کچه ۱۶.۶ سلني ته پورته کړه. اټکل کېږي چې د خوراکي توکو د عرضې په لوړیدلو سره، انفلاسیون په ۲۰۲۱ کال کې ۵ سلنه او په ۲۰۲۲ کال کې ۴ سلني ته راکم شي.

په هر حال، په لرې پرتو او ناامنه سیمو کې د واکسین د تطبیقولو، شخړې، جرمونو، اداري فساد، سیاسي بې ثباتۍ او د پولو د ټولنیز نازک حالت په څېر خطرونه لا هم موجود دي، که چېرته ځواب نه کړل شي، دا خطرونه پر اقتصاد دروند اغېز لرلی شي او د بیا رغیدنې پر وړاندې خنډ ګرځیدلی شي.

د راپور له مخې، د مایکرو (ډېرو کوچنیو)، کوچنیو او منځنۍ اندازې لرونکو شرکتونو د بیا رغیدنې ملاتړ کول چې د وبا له امله سخت زیانمن شوي دي، د کارکوونکو د عاید او معیشیت د خوندي کولو لپاره ډېر اړین دي. له وبا مخکې، مایکرو، کوچنیو او منځنۍ اندازې لرونکو شرکتونو، په اټکلي توګه د ۱.۶ ملیونو په شاوخوا کې د خدمتونو او صنعت دندې ایجاد کړې وې. د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر میاشت کې، حکومت د ۲۹۵ ملیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۲ کلنه مرستندویه کڅوړه تصویب کړه چې د سوداګریو وضعیت لوړ کړي او د دوران پر خلاف تدابیر یې پلي کړل چې د مایکرو، کوچنیو او منځنۍ اندازې لرونکو شرکتونو لپاره مرسته هم په کې شامله ده.

د سوداګریز چاپېریال د ښه کېدو لپاره باید افغانستان د زېربناوو د جوړولو، امنیت ټینګولو، اداري فساد پر ضد مبارزې کولو، د مقرراتو د ساده کولو، د شتمنۍ حقونو د پیاوړي کولو او عقدونو (قراردادونو) د پلي کولو، د نوښت ترویجولو او غوره کاري مهارتونو له لارې د مایکرو، کوچنیو او منځنۍ اندازې لرونکو شرکتونو لپاره بازارونو ته لاسرسی برابر کړي. کریډیټ ته د لاسرسي زیاتول او د رسمي بانکي سکتور پراخول هم ډېر اړین دي.

د اسیا پراختیايي بانک د یو سوکاله، ټول شموله، او دوامداره اسیا او پاسفیک ته ژمن دی، په داسې حال کې چې خورا بې وزلۍ له منځه وړلو لپاره هم خپلو هڅو ته دوام ورکوي. یاد بانک په ۱۹۹۶ کې تاسیس شوی، او ۶۸ غړي – ۴۹ سیمه‌ییز غړي لري.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS