د مالیې وزارت سرپرست د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو له معین سره وکتل

admin_mof
Mon, Apr 26 2021 8:25 AM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو له معین ډاکټر ادریس الکوزي، سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو په ټول هیواد کې د ځوانانو ملي بحث په جوړولو او د ملي عوایدو په زیاتېدو کې د دوی په رول، د ملي عوایدو راټولېدو بهیر د څارنې او د عوایدو زیاتېدو لپاره د ځوانانو د طرحې او په دې سکټور کې د روڼتیا په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

پرېکړه وشوه، چې دغه بحثونه دې د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د مالیې وزارت، اکاډمیکو ټولنو، مدني ټولنې او نوښتګرو ځوانانو د اقتصادي کارپوهانو په راټولېدو ترسره شي.

خبر

د یادونې وړده، چې د جمهوري ریاست د لارښوونې پر بنسټ د ځوانانو لومړنۍ عالي شورای په پرانیستنه کې د دې بحث، موخه په ملي مسایلو کې ځوانانو ته د رول ورکولو او ملي عوایدو راټولېدو کې د رغنده پروګرامونو د طرحې وړاندي کول او فساد مخنیوی دی.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS