په افغانستان کې د کوویډ-۱۹ واکسین تطبیق د ملاتړ لپاره د اسیا پراختیايي بانک ۵۰ ملیونه امریکايي ډالرو مرسته

admin_mof
Thu, Apr 22 2021 8:29 AM
خبر

د اسیا پراختیايي بانک ۵۰ ملیونه امریکايي ډالرو مرسته تصویب کړه، څو د کوویډ-۱۹ خوندي، لوړ کیفیت لرونکی واکسین وپېري او په پلي کولو کې یې د افغانستان له دولت سره مرسته وکړي او د واکسین پروګرام پلي کولو لپاره د هیواد ظرفیت لوړ کړي.

دا پروژه به د دولت له خوا د تشخیص شوي لومړیتوب لرونکو خلکو لپاره د کوویډ-۱۹ واکسین د ۶ ملیونو ډوزونو په اخیستلو او انتقالولو سره، په افغانستان کې د کوویډ-۱۹ واکسین لګولو ملي پلان ملاتړ وکړي. یاده پروژه د اسیا پراختیايي بانک د ۹ میلیارده امریکايي ډالرو او اسیا پاسفیک واکسین لاسرسي اسانتیا پروګرام له خوا تمویلېږي، چې د ۲۰۲۰ کال په ډسمبر میاشت کې د دې لپاره پر لار واچول شو چې د اسیا پراختیايي بانک پراختیايي غړو هیوادونو ته د واکسین اړوند چټک او عادلانه ملاتړ وړاندې کړي.

د کوویډ-۱۹ واکسین لګولو تر ملي پلان لاندې، دولت په پام کې لري چې د زیانمنونکو ډلو په شمول، ټولو په شرایطو برابر نږدې ۶۰ سلنه وګړو ته واکسین ولګوي. د اسیا پراختیايي بانک د کوویډ-۱۹ واکسین ملاتړ پروژه به لږ تر لږه د ۲.۶ ملیونه وګړو یا پر شرایطو برابر نږدې ۱۱ سلنې وګړو لپاره د کوویډ-۱۹ واکسین پېرل تمویلوي، چې د وېش نړیوال پروګرام (کوواکس) له لارې د دې واکسینو ترلاسه کول هم په کې شامل دي.

همدا ډول به دا مرسته په ملي او ولایتي کچو د واکسین پروګرام د پلانولو، مفاهمې، همغږۍ، او پلي کولو په برخو کې د عامې روغتیا وزارت ظرفیت هم پیاوړی کړي. د جنډر لپاره د ځانګړو ناستو په شمول تخنیکي روزنه به ډاډ ورکړي چې واکسین ښځو ته په سم او کلتوري حساسې بڼې سره پلی کړل شي. همداراز د دې لپاره یو شرکت وګومارل شي چې په سمه توګه د درملو ضایعاتو له منځه وړلو لپاره ظرفیت لوړ کړي.

د اسیا پراختیايي بانک اټکل کړی وو، چې د افغانستان خالص کورني تولیدات په ۲۰۲۰ کال کې ۵ سلنه راکمېږي ځکه چې وبا ډېرې سوداګرۍ وتړلې او د عرضې زنځیر یې اخلال کړ. د بېکارۍ کچه په ۲۰۱۹ کال کې له ۲۳.۹ سلنې څخه په ۲۰۲۰ کال کې ۳۷.۹ سلنې ته لوړه شوه چې د خوراکي توکو، استوګنځایونو، او روغتیايي خدمتونو د قېمتونو لوړېدلو اضافي منفي فشار هم ورسره مل وو.

د اسیا پراختیايي بانک مرسته د نورو پراختیايي همکارانو هلې ځلې تکمیلوي او د وبا د خطرونو او له پولو- پورې غاړو روغتیايي ګواښونو د ځوابولو له لارې د مرکزي اسیا د اقتصادي همکارۍ سیمه کې د ودې په لوړاوي کې مرسته کوي.

د اسیا پراختیايي بانک د یو سوکاله، ټول شموله، او دوامداره اسیا او پاسفیک ته ژمن دی، په داسې حال کې چې خورا بې وزلۍ له منځه وړلو لپاره هم خپلو هڅو ته ادامه ورکوي. یاد بانک په ۱۹۹۶ کې تاسیس شوی، او ۶۸ غړي – ۴۹ سیمه ‌ییز غړي لري.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS