د مالیې وزارت نوي ګمارل شوي رئیسان معرفي شول

admin_mof
Wed, Apr 21 2021 9:32 AM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، له لوري د مالیې وزارت په وړاندیز او ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم پر بنسټ پنځه تنه نوي ګمارل شوي رئیسان نن د اړوندو ریاستونو کارکوونکو ته ور معرفي شول.

د دې حکم په اساس ایمل جهانګیر د تدارکاتو ریاست د سرپرست، اجمل وزیري د خدماتو ریاست د سرپرست، اولکر بیګم ایشچي د بېمو چارو د مسلکي ریاست د سرپرستې، بلال صافی د دولتي شرکتونو د څارنې او ارزونې د سرپرست او احمد جاوید د دولتي شرکتونو د سوداګریزو چارو د سرپرست په توګه معرفي شول.

د نویو رئیسانو د معرفۍ په مراسمو کې چې د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی وو، د مالیې وزارت سرپرست نویو رئیسانو ته په چارو کې د بریالیتونو غوښتنې ترڅنګ وویل، چې یادې ادارې د مالیې وزارت له کلیدي ریاستونو څخه دي. نوموړي له نویو ګمارل شویو رئیسانو څخه وغوښتل چې ورسپارل شوې چارې دي په پوره ریښتینولۍ سرته ورسوي او په ښه مدیریت سره په مخ کې شته ستونزې حل کړي.

خبر

نویو ګمارل شویو رئیسانو د مالیې وزارت د مشرتابه له باور څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې ورسپارل شوې چارې به په پوره صداقت ترسره کوي او له هیڅ راز هڅو به ځان نه سپموي او ترڅنګ یې له خپلو همکارانو د همکارۍ غوښتونکي شول.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS