د مالیې وزارت سرپرست د افغان تیلیکام مخابراتي شرکت له رئیس سره وکتل

admin_mof
Wed, Apr 21 2021 9:18 AM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، نن د افغان تیلیکام مخابراتي شرکت له رئیس محمد فواد انورزي، سره د مالیې په وزارت کې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو په افغان تیلیکام مخابراتي شرکت کې د لا زیاتو اصلاحاتو راوستو، ملي عوایدو لوړېدو، پېرېدونکو ته د معیاري خدمتونو په وړاندي کولو او یو شمېر نورو مسایلو په تړاو خبرې وکړې او د مالیې وزارت سرپرست د پورتنیو برخو د لا ښه کېدو په برخه کې لازم هدایت ورکړ.

د دې ترڅنګ ښاغلي نورزي، د افغان تیلیکام مخابراتي شرکت د مدیره پلاوي نه شتون ستونزې هم یادې کړې. د مالیې وزارت سرپرست دوی ته ژمنه ورکړه، چې په نږدې راتلونکي کې به د دې شرکت مدیره پلاوي تعیین او وګماري.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS