د مالیې وزارت د کړنو، لاسته راوړنو او اصلاحاتو پلي کولو په تړاو مطبوعاتي کنفرانس

admin_mof
Sat, Apr 03 2021 8:31 AM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، نن ورځ د مطبوعاتي کنفرانس له لارې د مالیې وزارت کړنو، لاسته راوړنو او وروستیو اصلاحاتو پلي کولو په تړاو له اولس او رسنیو سره معلومات شریک کړل.

په دې کنفرانس کې چې د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ، د عوایدو او ګمرکونو مرستیال عالم شاه ابراهیمي او د پالیسۍ مرستیال نذیر کبیري شتون درلود، په پیل کې د مالیې وزارت سرپرست؛ د هیواد په عوایدي سرچینو کې د وروستیو اصلاحاتو په پلي کولو خبرې وکړې. نوموړي وویل، چې مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو برخې په تشکیلاتي جوړښت باندي بیا کتنه کوي او له نړیوالو معیارونو سره سم یې برابروي. نوموړي زیاته کړه، چې مالیې وزارت شته ستونزو ته د رسېدو لپاره د تعرفې، قیمت ټاکنې او تنفیذ برخو کې د ګمرکونو تشکیلاتي جوړښت ته بدلون ورکړی او هغه یې اصلاح کړی.

د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې ولایتونو ته د سفر موخه د خلکو او سوداګریزو محمولو د ستونزو رفع کولو لپاره د چارو ښه کول او د ګمرکونو د تاسیساتو مډرن کولو په منظور د ګمرکونو او ولایتونو د مستوفیتونو وضعیت ارزول دي.

هغه زیاته کړه، چې د عوایدي سرچینو جوړښتي ستونزو حل، سکنرونو نصبول، څارونکي کامرې او ډیجیټلي تلې، د ملي عوایدو زیاتېدو او روڼتیا د خوندیتوب سبب ګرځي. ده زیاه کړه، چې موږ په دې برخه کې ډېر کارونه ترسره کړي دي او زموږ هڅه داده، چې ګمرکي زېربنا او عوایدي برخې پیاوړې کړو.

د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې د بودیجې جوړونې بهیر باید له ملي شورای سره په همکارۍ بیا وکتل شي او موږ ژمن یو چې د ۲۰۲۰ جینوا کنفرانس ژمنې له مرستندویانو سره په ښه توګه تعقیب کړو. هغه له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې ۱۳،۴ میلیارده امریکایي ډالرو مرسته یوه ستره لاسته راوړنه وبلله، خو زیاته یې کړه چې د څارنې موده لږه شوې ده ځکه دغه موده له څلوروکلونو یوه کال ته راښکته شوې ده.

همدا شان د مالیې وزارت سرپرست؛ د عامه مالي مدیریت ښه کېدو، د ښوونکو او NTA کارکوونکو د معاشونو پلي کولو څرنګوالي، له ګاونډیو هیوادونو سره د دوه اړخیزه سیمه ییزو اقتصادي همکاریو، له مرستندویه هیوادونو او بنسټونو سره د اړیکو ټینګېدو او نورو ګڼو اړوندو مسایلو په تړاو خبرې وکړې.

خبر

په دې کنفرانس کې د مالیې وزارت مرستیالانو د عوایدو راټولېدو په وضعیت، ملي بودیجې، د جینیوا کنفرانس د ژمنو په پلي کېدو، مالي او اقتصادي اصلاحاتو پلي کولو او نورو ورته مسایلو په تړاو خبرې وکړې.

د کنفرانس په پای کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS