د مالیې وزارت سرپرست د کانونو او پترولیم وزارت له وزیر سره وکتل

admin_mof
Thu, Apr 01 2021 8:48 AM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د کانونو او پترولیم وزارت له وزیر هارون چخانسوري، سره د کانونو سکټور د عوایدو زیاتېدو په څرنګوالي، د قراردادونو د پړاوونو ترسره کولو ټکني کېدو مخنیوي، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د کړنلارې نهایي کولو، له شرکتونو د کانونو وزارت د پورونو ترلاسه کولو، د کانونو صادرولو د اسانتیا لپاره د وسیلې په توګه د تعرفې تنظیم او یو شمېر نورو ورته موضوعاتو په تړاو بحث وکړ.

د کانونو او پترولیم وزیر زېری ورکړ، چې د روان مالي کال په اوږدو کې به د کانونو او پترولیم وزارت عواید د پام وړ زیات شي. همدا شان د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د قاچاق مخنیوي په موخه کړنلاره نهایي شوې ده، چې د اقتصاد عالي شورای په بله ناسته کې به وړاندي شي او له تصویب سره سم به یې ۱۴۳ میلیونه ډالره د هغو د رویالیټي له کبله د دولت عوایدو ته ور زیات شي. همدا شان نوموړی د مالیې وزارت له لوري په شرکتونو باندي د پورونو ترلاسه کولو په موخه د فشار زیاتېدو او د استخراج شویو اقلامو صادرولو بهیر اسانولو په موخه د تعرفې د تنظیم او د کانونو او ولایتونو په تفکیک د عوایدو دقیق تشخیص په موخه د حساب جوړونې په برخه کې د همکارۍ غوښتونکی شو.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست؛ د یاد وزارت له لوري د پام وړ عوایدو په زیاتېدو خوښي څرګنده کړه او د پورونو ترلاسه کولو، تعرفې تنظیم او د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د کړنلارې تائیدولو په برخه کې د هر راز همکاریو د ژمنې ترڅنګ یې زیاته کړه، چې له دې وروسته به له بودیجوي واحدونو سره د بودیجې استماعیه ناستو سربېره د عوایدو استماعیه ناستې هم ترسره شي او له هرې ادارې څخه به تحصیل شوي عواید له تخصیص شوې بودیجې سره اړیکه ولري.

Latest news

Sun, Jun 29 2025 2:09 PM
Background image

MoF Leads 5 Key IEA – Ministers, 6 Other Bodies for Important Decisions on Tariffs of Numerous Items to Promote Domestic Industry!

 

MoF Leads 5 Key IEA – Ministers, 6 Other Bodies for Important Decisions on Tariffs of Numerous Items to Promote Domestic Industry

 

The third meeting of the ‘Tariff Committee’ for. . .

Thu, May 29 2025 10:37 AM
Background image

MoF’s Statement: World Bank Disburses Its Outstanding $50 mln Loans!

As a result of continuous communication process and discussions on behalf of MoF with the representatives of World Bank (WB), the WB has opened its office in Kabul, and it is now fully. . .

Sun, Apr 13 2025 3:01 PM
Background image

Deputy Minister of Policy of MoF Discusses Bilateral Economic Cooperation with Iranian Delegation!

Deputy Minister of Policy of MoF Discusses Bilateral Economic Cooperation with Iranian Delegation

•    Eng. SM Zubair and M. Reza Nazari emphasized for strengthening bilateral economic. . .

BACK TO NEWS