د مالیې وزارت سرپرست د کندهار ولایت ګمرک او مستوفیت د وضعیت ارزونې په موخه دې ولایت ته سفر وکړ.

admin_mof
Wed, Mar 31 2021 12:00 PM
خبر

د کندهار والي په بلنه د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د یو پلاوي په مشرۍ د کندهار ولایت ګمرک او مستوفیت د وضعیت ارزونې په موخه دې ولایت ته سفر وکړ.

د مالیې وزارت له سرپرست سره؛ د کندهار ولایت د ګمرک او مستوفیت د کاري بهیر ارزونې او څارنې په اوږدو کې د کندهار والي روح الله خانزاده، د والي مرستیال فیصل شیرزي، په ولسي جرګه کې د خلکو استازو او ګڼو چارواکو ملتیا کوله. ښاغلي پاینده د کندهار ولایت د ګمرک او مستوفیت د کار کوونکو د ستونزو له اورېدو وروسته د شته ستونزو په هواري لازم هدایات ورکړ.

همدا شان د مالیې وزارت سرپرست؛ له ملي سوداګرو او د خصوصي سکټور له استازو سره دوی ته د اسانتیاوو برابرولو، د ډیجیټلي تلو د وضعیت ارزولو، ملي عوایدو، ګمرکي تعرفي یو شان کولو او یو شمېر نورو اړینو مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وکړه. ښاغلي پاینده د ملي سوداګرو او خصوصي سکټور د استازو ستونزو له اورېدو وروسته ژمنه ورسره وکړه، چې د مالي امکاناتو او هیواد نافذه قوانینو په پام کې نیولو سره به وړاندي شویو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

خبر

په دې سربېره د مالیې وزارت سرپرست؛ د باروړونکو موټرو له چلوونکو او ښار ته داخلېدونکو لارو لیدنه وکړه او د هغوی اړوند سندونه یې وکتل. د بار وړونکو موټرو په سندونو کې یو شمېر ستونزمن سندونه یې بېرته د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د ګمرک ریاست ته واستول شول، څو د پلاوي په حضور کې یو ځل بیا کتنه پرې وشي.

د یادونې وړده، چې د مالیې وزارت سرپرست په ولایتونو کې د ګمرکونو او مستوفیتونو د وضعیت لیدلو په موخه سفرونه کوي، څو د ملي سوداګرو او خصوصي سکټور د استازو د ستونزو اورېدو ترڅنګ یې په حل لارو هم غور وکړو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS