د هیواد مهمو ټرانزیټي بندرونو کې د اطفائیې مدیریت جوړولو د بشپړې ارزونې په موخه د همغږۍ ناسته

admin_mof
Sun, Mar 14 2021 9:20 AM
خبر

د مالیې وزارت اداري مرستیال ښاغلي عالم شاه ابراهیمي، په مشرۍ د هیواد مهمو ټرانزیټي بندرونو کې د اطفائیې مدیریت جوړولو د بشپړې ارزونې او د ګمرکونو د پراختیایي پروژو پلي کولو بهیر چټکېدو په موخه د همغږۍ ناسته.

په دې ناسته کې چې د ملي پراختیا ادارې، اوبو رسونې او کانالیزاسیون، د پېښو او اطفائیې عملیاتي ریاست، ملي بودیجې او نورو اړوندو ادارو استازو ګډون کړی وو، د هیواد مهمو ټرانزیټي بندرونو کې د اطفائیې مدیریت جوړولو په څرنګوالې، د اور سوځېدنې په وړاندي د بندرونو د زیانونو په تړاو د هر راز ارزونو ترسره کولو، د وقایوي تدابیرو نیولو، د بیا ځلې اور لګېدنې مخنیوي په موخه د ښې همغږۍ په رامنځته کېدو، د ګمرکونو د پراختیایي پروژو بهیر په چټکېدو، سړو خونو جوړولو، پارکینګ، د اداري ودانیو جوړولو او رغولو، هنګرونو جوړولو او یو شمېر ورته مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه او مسؤلینو ته له دې ډول ستونزو د وتلو او په ټاکلي وخت او موقع سره د اجراآتو په تر سره کولو لارښوونه وشوه.

خبر

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS