د مستوفیتونو له منسوبينو سره د مالیې وزارت سرپرست ويډيويې کنفرانس
د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي محمد خالد پاینده د کب میاشتې په ۷ مه نېټه د مستوفیتونو له منسوبينو سره د ویډیو کنفرانس له لارې لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د مالیې وزارت اړینو کاري پروسو په ځانګړي توګه د ۱۴۰۰ مالي کال د عوایدي پلان او موخو د تحقق په څرنګوالي، مالیه ورکوونکو ته په وخت او مسلکي خدمتونو په وړاندې کولو، د ملي عوایدو ښه او په وخت راټولېدو، د باقیاتو په اسانتیاوو، له فساد سره په مبارزې، د نویو عایداتي سرچینو په موندلو، د عوایدو راټولېدو پر وړاندې د پرتو ستونزو په تشخیص، د ۱۴۰۰ مالي کال په اوږدو کې د عوایدو د پالیسۍ او موخو د تحقق لپاره د وړ فعالیتونو په ترسره کولو او یو شمېر نورو ورته مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.
د مالیې وزارت سرپرست د مستوفیانو د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدلو وروسته هغوی ته لارښوونه وکړه، څو په رڼه توګه د عوایدو راټولېدو، د نویو عایداتي سرچینو په پیدا کولو او په لګښتونو کې د سپما په برخه کې هر اړخیزې هڅې وکړي، څو افغانستان وکولی شي ځان بسیاینې ته ورسېږي.
