د مالیې وزارت سرپرست د تخار ولایت له مشرانو او مخورو سره وکتل
د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي محمد خالد پاینده نن د سلواغې میاشتې په ۲۸ مه نېټه د تخار ولایت له یو شمېر مشرانو او مخورو سره په مالیې وزارت کې وکتل.
په دې لیدنه کې، دوی د مالیې وزارت له سرپرست سره د خلکو لومړیتوبونو ته په کتو سره د عام المنفعه پروژو د پلي کیدو او د دې ولایت له مرکز سره د اشکمش ولسوالۍ د سړک نښلولو موضوع شریکه کړه او یادو ستونزو ته د رسیدنې غوښتونکي شول.
د مالیې وزارت سرپرست د تخار ولایت له مرکز سره د اشکمش ولسوالۍ د سړک د نښلولو په اړه د بودیجې لوی ریاست ته هدایت ورکړ چې مالي امکاناتو او د هیواد نافذه قوانینو ته په کتو سره یاد سړک ته بودیجوي امکانات برابر کړي.
