د مالیې وزارت سرپرست: د ملي بودیجې نه تصویب به د نړیوالو مرستو په جلب او د پراختیایي ملي پروژو په پلي کولو نه جبرانیدونکي اغیز ولري

admin_mof
Sat, Feb 13 2021 9:36 AM
خبر

د ۱۴۰۰ مالي کال د ملي بودیجې د درېیمې مسودې د تعدیلاتو په اړه د مالیې وزارت خبري کنفرانس نن د سلواغې میاشتې په ۲۳ مه نېټه د حکومت د رسنیو په مرکز کې جوړ شو.

په دې کنفرانس کې د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي محمد خالد پاینده، د دې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ او د بودیجې عمومي رئیس ښاغلي سید نصیر احمد د ۱۴۰۰ مالي کال د درېیمې مسودې په تعدیلاتو، د هیواد په اقتصادي وضعیت او ملي بودیجې د نه تصویب د اغیزو په اړه معلومات وړاندې کړل.

په پیل کې د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي پاینده وویل چې مالي امکاناتو او د هیواد نافذه قوانینو ته په کتو سره د ولسي جرګې ټول اصلاحي نظریاتو او وړاندیزونو ته رسیدنه شوې. نوموړي زیاته کړه چې د مالیې وزارت رهبري او د دې وزارت تخنیکي ټیم مالي امکاناتو ته په کتو سره په ولسي جرګه کې د خلکو استازو سره هر ډول همکارۍ او هوکړې ته چمتو دی. نوموړي ټینګار وکړ چې د ملي شورا جایګاه، حرمت او صلاحیتونه د پخوا په شان له مالیې وزارت سره محفوظ دي.

د مالیې وزارت سرپرست زیاته کړه چې د ملي بودیجې په درېیمه مسوده کې یو له مهمو تعدیلاتو څخه د ښوونکو او د ټیټ رتبه مامورینو د معاشونو زیاتوالی دی، موږ د ښوونکو او ټیټ رتبه مامورینو د معاشونو د زیاتوالي لپاره یو مشخص کود جوړ کړی او د مالي کال د بودیجې منځنۍ بررسي پورې به د دوی معاشونه زیاد شي. نوموړي زیاته کړه چې موږ د پراختیایې کارکوونکو په اړه یوه عمومي بررسي کو، زموږ هڅه داده چې انکشافي کارکونکي کم کړو او سپما شوې پیسې د ټیټ رتبه کارکوونکو په معاشونو زیاد کړو.

نوموړي زیاته کړه چې مالیې وزارت ملي لید لوري ته په پام او له مرسته کوونکو سره په همغږۍ هڅه کوي چې افغانستان مالي ځان بسیاینې ته ورسوي. روان مالي کال کې د ملي عوایدو راتولیدو لپاره ۲۱۶ میلیارده افغانۍ هدف ټاکل شوی چې یو لوړ هدف دی او تر دې کچې د ملي عوایدو راټولیدو سره موږ خپل اکثره اړتیاوې له دې لارې تمویلولی شو. نوموړي زیاته کړه چې تر ۲۱۶ میلیارده افغانیو پورې د ملي عوایدو راټولیدل د ملي بودیجې تصویب پورې تړلي دي، هره ورځ چې د ملي بودیجې تصویب ځنډیږي د ملي عوایدو د راټولیدو برخې ته جدي زیان اوړي. د ملي بودیجې په تصویب کې ځنډ هغه ملي پروژې چې د دولت لپاره عواید لرونکي دي له تاخیر سره مخ کوي، د بیوزلۍ او بیکارۍ کچه لوړوي، له مرسته کوونکو سره د ژمنو پلي کول له ستونزو سره مخ کوي او خصوصي سکټور ته زیان اړوي. نوموړي زیاته کړه په داسې حال کې چې د کرونا ویروس خپریدل د افغانستان اقتصاد له رکود سره مخ کړی لکه څنګه چې همدا اوس د هیواد درېیمه برخه وکړي د قحطي او د خوراک له نه مصئونیت سره مخ دي، د ملي بودیجې نه تصویب به په دې برخه کې نورې منفي اغیزې هم ولري.

د مالیې وزارت سر پرست د خپلو خبرو په یوه برخه کې ډاډ ورکړ چې د دولتي کارکونکو د معاشونو ورکړه نه ځنډیږي ، د معاشونو د ورکړې بهیر روان دی ،زموږ هڅه داده چې د معاشونو د ورکړې چارې له ځنډ سره مخ نه شي او ټیټ رتبه مامورین زیانمن نه شي ،هغه زیاته کړه چې د ملي بودیجې په درېیمه مسوده کې امکاناتو ته په کتو سره د ولسي جرګې زیاتره وړاندیزونه په نظر کې نیول شوي ، موږ ولسي جرکې سره همکارۍ ته چمتو یو تر څو د ملي بودیجې په اړه د نظر شته اختلافونه حل او د 1400 مالي کال ملي بودجه تصویب شي .

د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ د ملي بودیجې د تعدیلاتو په اړه معلومات وړاندې کړل ، نوموړي ووویل چې د ملي بودیجې په درېیمه مسوده کې د 1400 مالي کال لپاره ټول ټال 473 میلیارده افغانۍ په نظر کې نیول شوي دي ، چې له دې جملې څخه 311 میلیارده افغانۍ عادي چې د ملي بودجې 66٪ سلنه او پراختیایي بودیجه 161میلیارده افغانۍ ده چې د ملي بودجې 34 ٪سلنه جوړوي .

نوموړي زیاته کړه د لومړي ځل لپاره د افغانستان حکومت په ملي بودیجه کې د اوبو مدیریت ، کرنې پراختیا ، او سېمه ایز اتصال سترې او ملي پروژې شاملې کړي دي ، همدارنګه د کرونا ویروس خپریدو له امله د هیواد سوداګرۍ ، صنعت او کرنې ته سخت زیان رسیدلی ،نوموړي زیاته کړه له یوې خوا د کرونا ویروس او له بلې خوا راتلونکې وچکالۍ سختې اندیښنې را منځته کړي ، موږ 3.8 میلیارده افغانۍ د کرنې او او 4.9 میلیارده افغانۍ د سیمه اییز اتصال لپاره ځانګړې کړي ، که چیرې د ملي بودیجې طرحه تصویب نه شي ، د هیواد لپاره به ناوړه پایلې ولري ،دا ځکه چې په دغسې حالت کې موږ نه شو کولی چې له کرونا او راروانې وچکالۍ سره مبارزه وکړو ، د کرنې او سیمه اییز اتصال لپاره چارې پرمخ یو سو ځکه دا نوې پروژې دي چې په ملي بودیجه کې شاملیږي.

خبر

نوموړي زیاته کړه موږ په روان مالي کال کې معاشونو یو ډول کړي ، د مالیې وزارت ، چارو ادارې ، او نورو دولتي ادارو امتیازات مو درولي ، د ښوونکو او ټیټ رتبه مامورینو د معاشونو لوړولو په موخه یو ځانګړی کود جوړ کړی ، په دغه کود کې 1.7 ملیارده افغانۍ وجود لري ، چې د کال منځنۍ بررسي وروسته به تطبیق شي .

د پروګرام په پای کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول .

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS