د مالیې وزارت سرپرست په افغانستان کې د اروپایي ټولنې له سفیر سره وکتل

admin_mof
Tue, Feb 02 2021 1:14 PM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي محمد خالد پاینده، د سلواغې میاشتې په ۱۴ مه نېټه په افغانستان کې د اروپایي ټولنې له سفیر ښاغلي انډریاس وان برنټ، سره د مالیې په وزارت کې وکتل.

په پیل کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر، ښاغلي پاینده ته د مالیې وزارت د تصدۍ ورسپارلو مبارکي ورکړه او په چارو کې یې ورته د بریالیتوب غوښتنه وکړه. نوموړي له افغانستان سره د دې ټولنې د مرستو د دوام ډاډ ورکړ او په دې برخه کې یې په لا روڼتیا ټینګار وکړ.

همدا شان په دې ناسته کې دواړو لوریو په بدخشان ولایت کې د شورابک بند په بشپړېدو، د ملي عوایدو په راټولولو کې د مالیې وزارت په پلانونو، مالي ځان بسیاینې ته په رسېدو، د ملي بودیجې ترتیب او اغېزمن لګښت او یو شمېر نورو ورته مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیر، له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان حکومت د کړنو هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې له فساد سره د مبارزې بهیر ګړندی شي.

د مالیې وزارت سرپرست، د دې ټولنې له مرستو د مننې ترڅنګ وویل، چې د افغانستان حکومت او په ځانګړي توګه د مالیې وزارت له فساد سره د مبارزې په برخه کې جدي ژمنه کړي او له فساد سره د مبارزې په برخه کې چې کومې کړنې اړینې دي، تر سره به یې کړي. هغه زیاته کړه، چې د ملي بودیجې طرحه په هیواد کې د روانو شرایطو، لومړیتوبونو او مالي امکاناتو په پام کې نیولو سره ترتیب شوې ده. موږ هیله لرو، چې داځل یې په ولسي جرګه کې د خلکو استازي څومره ژر چې کېدونکي وي تصویب کړي.

خبر

ښاغلي پاینده وویل، چې موږ هڅه کوو څو په روان مالي کال کې د ملي عوایدو راټولیدو ټاکلی شوي هدف ته ورسیږو

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS