د افغانستان د مشارکت چوکاټ ناسته وشوه

admin_mof
Tue, Dec 29 2020 3:17 PM
خبر

د مالیې وزارت د پالیسۍ معینیت سرپرست او د همغږۍ، څارنې او راپور ورکونې عمومي رئیس ښاغلي محمد ناصر صدیقي په مشرۍ د مرغومې میاشتې په ۸ مه نېټه د افغانستان د مشارکت چوکاټ ناسته د مالیې په وزارت کې وشوه.

په دې ناسته کې چې د وزارتونو او پلي کوونکو ادارو استازو او مسؤلینو ګډون کړی وو، په پیل کې ښاغلي صدیقي ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د جنیوا دوه اړخیزه حساب ورکونې چوکاټ د موخو پلي کولو او د ۲۰۲۰ کنفرانس بریالي ترسره کېدو لپاره یې د هغوی له هر اړخیزې همکارۍ مننه وکړه. همدا شان هغوی د افغانستان د مشارکت چوکاټ (APF) چې ښایي د جنیوا دوه اړخیزه حساب ورکونې چوکاټ پرځای راشي، ګډونوالو ته تشریح کړ او په تړاو یې اړین معلومات وړاندي کړل.

ښاغلي صدیقي، د افغانستان د سولې او پرمختیا دویم ملي چوکاټ (ANPDF2) د افغانستان د مشارکت چوکاټ د اساس او محوریت سند په نامه یاد کړ او زیاته یې کړه، چې دغه سند په پنځو برخو کې (سریزه، سوله جوړونه، دولت جوړونه، مارکیټ جوړونه او ګډه ارزونه) تنظیم شوی دی. هغه زیاته کړه، چې نړیوالو پراختیایي شریکانو او نړیوالې ټولنې په دې سند کې د ځای پرځای شویو ژمنو پلي کولو لپاره ۱۳،۴ میلیارده امریکایي ډالره له افغانستان سره په مشروط ډول ژمنه کړې ده، چې د دې ژمنو کچه او څرنګوالی د کړنو په څرنګوالي او ژمنو پلي کولو سره تغییر منونکی دی.

د مالیې وزارت د پالیسۍ معینیت سرپرست زیاته کړه، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته ټولې ژمنې چې په سند کې درج شوي دي، په پیشنهادي بڼه دي چې د هر کال په پیل سره په مذاکره او بحثونو سره د تغییر وړ دي، یوازي د ۲۰۲۱ کال ژمنې ثابتې او بدلون نه مومي.

خبر

ګډونوالو د دې ناستې د ترسره کېدو هرکلی وکړ او د خپلو ژمنو اړوندې ژمنې او پوښتنې یې وړاندي کړې او د حل په لارو چارو یې هر اړخیز بحثونه وشول او ناسته د مشخصو پرېکړو او د افغانستان لپاره د سوکالۍ، سولې، امنیت او سراسري ثبات د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS