د هرات ولایت د اسلام کلا ګمرک ته نوی رئیس معرفي شو

admin_mof
Thu, Dec 10 2020 9:18 AM
خبر

د مالیې وزارت اداري مرستیال ښاغلي محمد اسماعیل رحیمي، د لېندۍ میاشتې په ۱۸ مه نېټه هرات ولایت ته سفر وکړ او د اسلام کلا ګمرک لپاره نوی رئیس ښاغلی محمد یونس رهنورد، د دې ریاست کارکوونکو ته ور وپېژانده او تر څنګ یې د هرات له والي ښاغلي وحیدالله قتالي سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د هرات والي له کابل څخه ورغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د مالیې په وزارت کې د اصلاحاتو په راوستو خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې په هرات کې ملکي او نظامي کارکوونکي له تاسو سره همکار دي او له فساد سره مبارزه زموږ لومړیتوب دی.

ورپسې د پېژندنې په مراسمو کې ګډونوالو ته د مالیې وزارت اداري مرستیال ښاغلي رحیمي، د مالیې په وزارت کی د اصلاحاتو تر څنگ د فساد پر ضد د مبارزی او د ‌گمرکونو د عصري کولو، د جینوا کنفرانس په لاسته راوړنو، د کورنیو عواید په لوړېدو او د ځان بسیاینې په لور د افغانستان د حکومت په کوټلو ګامونو پورته کولو خبرې وکړې.

د هرات د والي مرستیال او د هرات گمرک نوي رئیس، د ملي عوایدو له لارې د افغانستان د ځان بساینی او د هرات په گمرک کی له فساد سره په کلکه مبارزه ټینګار وکړ او د ځان بسیاینې په لوري یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

د غونډی په پای کې کډ پلاوې د گمرک د تاسیساتو، د ډیجټلې تلې او د اسیکوډا سیستم لیدنه وکړه او په صفري نقطه کې یې د هغو ډریورانو شکایتونه واوریده.

خبر

وروسته بیا د مالیې وزارت اداري مرستیال او ورسره پلاوي په روزنګ کی د ریل گاډی د پټلی چی افغانستان او ایران سره نښلوي لیدنه وکړه او د گمرک مسولینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې په یاد بندر کې دي گمرک فعال او د عوایدو په راټولیدو کي دي گوټلي گامونه پورته کړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS