د مالیې وزارت مالي مرستیال د ۱۴۰۰ مالي کال د ملي بودیجې طرحه د ولسې جرګې عمومي ناستې ته وړاندې کړه
د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، نن د لیندۍ میاشتې په ۱۷مه نېټه د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې ګډون وکړ او د ۱۴۰۰ مالي کال د ملي بودیجې طرحه یې د اساسي قانون د ۹۸ مې مادي مطابق د ولسي جرګې عمومي ناستې ته وړاندې کړه.
په دې ناسته کې چې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ښاغلي ګل پاچا مجیدي هم شتون درلود، د مالیې وزارت مالي مرستیال د عامه مالي لګښتونو په چارو کې د روڼتیا او حساب ورکولو په برخه کې د حکومت په ژمنتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودیجه د واقعیتونو، شته منابعو او د حکومت لومړیتوبونو له مخې تنظیم شوی ده. په دې بودیجه کې ډیره پاملرنه پراختیایې بودیجې ته شوې ده که د ۱۳۹۹ مالي کال له پیل سره پرتله شي ۱۱ سلنه زیاتوالی ښیې.
ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه حکومت په پام کې لري چې د اغیزمنې پانګونې او د خصوصي سکټور د پیاوړتیا له لارې چې د اقتصاد د پراختیا سبب کیږي ملي عواید زیات کړي. د مالیې وزارت مالي مرستیال وویل چې د راتلونکي مالي کال د کورنیو عوایدو راټولیدو لپاره ۲۱۶.۵ میلیارده افغانۍ وړاندوینه شوې چې د ۱۴۰۰ مالي کال د ملي بودیجې شاوخوا ۴۸ سلنه به تمویل کړي. مالیې وزارت هود لري چې د پانګونې له لارې په نږدې راتلونکي کې یاد هدف څو چنده لوړ کړي.
د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودیجه په ټوله کې ۴۵۲ میلیارده افغانۍ ده چې ۲۹۵ میلیارده افغانۍ یې عادي او ۱۵۶ میلیارده افغانۍ یې پراختیایې ( ۸۷ میلیارده افغانۍ اختیاري او ۶۹ میلیارده افغانۍ یې غیر اختیاري) بودجه جوړوي.
د دې ناستې په پای کې د مالیې وزارت مالي مرستیال په ولسي جرګه کې د خلکو له استازو څخه غوښتنه وکړه چې د لومړیتوب لرونکو ملي پروګرامونو د پلي کیدو او د حکومت د عملیاتي لګښتونو لپاره د ملي بودیجې طرحه په ټاکل شوي وخت سره تصویب کړي.
